نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
د ناټو د دولتونو او حکومتونو د ۳۶مې سرمشریزې پایلې، چې د جولای په ۷مه او ۸مه نېټه د تورکیې په کوربه توب په انقره کې جوړه شوې وه، په یوه رسمي اعلامیه کې خپرې شوې.
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه

په اعلامیه کې راغلي چې غړي هېوادونه په انقره کې د ناټو د ګډې دفاع له ۵مې مادې او ترانس‌اټلانټیک  تړاو سره د خپلې "نه ماتېدونکې ژمنې" د بیا تایید لپاره راټول شوي وو. په اعلامیه کې ټینګار شوی: "پر یوه متحد برید، پر ټولو متحدینو برید دی. زموږ یووالی، پیوستون او ګډ ځواک زموږ په اتحاد کې د ازادو او ډیموکراتیکو هېوادونو د یو ملیارد اتباعو لپاره د سولې، امنیت او سوکالۍ بنسټ دی. موږ د مخنیوي او دفاع لپاره خپلې ۳۶۰ درجې تګلارې ته ژمن پاتې کېږو."

په اعلامیه کې راغلي چې متحدینو د یورو-اټلانټیک امنیت او ثبات پر وړاندې د روسیې د اوږد مهاله ګواښ او د تروریزم د دوامدار ګواښ سره د مبارزې په موخه "د هاګ دفاعي ژمنه" پلې کړې ده. همداراز یادونه شوې چې اروپايي متحدینو او کاناډا په ۲۰۲۵ کال کې پر بنسټیزو دفاعي اړتیاوو خپلې پانګونې له ۱۳۹ ملیارد ډالرو څخه ډېرې کړې دي.

د ۵۰ ملیارد ډالرو څخه د ډېرو نوو تجهیزاتو تړونونه
په اعلامیه کې اشاره شوې چې دغه پانګونې د اړتیا وړ وړتیاوو د برابرولو ترڅنګ دفاعي صنایع او مقاومت هم پیاوړی کوي. په اعلامیه کې راغلي:
"موږ نن په انقره کې د ۵۰ ملیارد ډالرو څخه د ډېرو نوو دفاعي پېرودلو  تړونونو خبر ورکوو او د تولیدي ظرفیت د لوړولو او نوښت د چټکتیا لپاره له صنایعو سره د ګډ کار ژمنه کوو. موږ به د متحدینو ترمنځ د دفاعي سوداګرۍ د خنډونو لیرې کولو ته دوام ورکړو او د دفاعي صنایعو د لا پیاوړتیا او همکارۍ لپاره به د ناټو له شراکتونو څخه ګټه پورته کړو."

په اعلامیه کې د راتلونکي جوړولو لپاره په ناټو کې دننه د یوې پیاوړې اروپا او عصري شوي اتحاد هدف ټاکل شوی او ویل شوي چې اروپايي متحدین او کاناډا له متحده ایالاتو سره یوځای د اتحاد د دفاع په برخه کې ډېر مسؤلیت په غاړه اخلي.

همداراز ویل شوي چې د ناټو دفاعي توان پر اټومي، دودیزو او توغندیزو دفاعي وړتیاوو ولاړ دی چې فضا او سایبري برخې یې هم ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې پر جنګي برتري  ټینګار شوی او راغلي: "موږ د خپلو وسله والو ځواکونو پر ځای پر ځای کولو او پیاوړتیا پانګونه کوو؛ په ټولو برخو کې خپلو ټاکل شویو اهدافو ته د رسېدو لپاره هڅه کوو، چې پکې دقیق بریدونه، د هوايي او توغندیزو بریدونو ضد مدغم سیسټمونه، بې پیلوټه سیسټمونه، پرمختللې ټیکنالوژۍ او استخباراتي وړتیاوې شاملې دي. موږ یو له بل سره همغږی 'ترانس‌اټلانټیک جنګي کلاوډ' جوړوو او د مصنوعي ځیرکتیا پیاوړي ماډلونه کاروو."

له اوکراین سره ملاتړ
په اعلامیه کې راغلي چې اوکراین د ترانس‌اټلانټیک امنیت کې مرسته کوي او متحدین د دغه هېواد د ازادۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې یو موټی دي.

پکې ویل شوي: "متحدین په ۲۰۲۶ کال کې د اوکراین لپاره د پوځي تجهیزاتو، مرستو او روزنې په برخه کې د ۷۰ ملیارد یورو ژمنه کوي او په ۲۰۲۷ کال کې به هم لږ تر لږه په همدې کچه ملاتړ ته دوام ورکړي." په دې برخه کې د اروپايي ټولنې لخوا د اوکراین د مالي ملاتړ پرېکړه هم ستایل شوې ده.

په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې ازادي
اعلامیې د نړۍ ستراتیژیکې سیالۍ، بې ثباتۍ او هایبریډ ګواښونو ته په اشارې سره ویلي: "متحدین یو ځل بیا ټینګار کوي چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او له دغه هېواد څخه غواړي چې په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې ازادۍ ته بشپړ درناوی وکړي."

په پای کې راغلي: "موږ له تورکیې څخه د هغوی د لورینې او مېلمه پالنې له امله مننه کوو او راتلونکې غونډې ته په تمه یو."

 

وپلټۍ
راپور: ایران د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونه کړي دي
د ناټو مشر روټه د تورکیې له ولسمشر اردوغان څخه د ناټو سرمشریزې د د عالي کوربه توب له امله مننه وکړه
فیدان: د اردوغان او ټرمپ اړیکې د سرمشریزې پر مهال د ناټو د تاوتریخوالي په کمولو کې مهمې دي
ولسمشر اردوغان به د ناټو په سرمشریزه کې د نړۍ د مشرانو کوربه توب وکړي
د ایټالیا د دفاع وزیر کروسیټو: د ناټو سرمشریزه داسې ډیزاین شوې چې ښې پایلې ولري
د ناټو د پوځي کمېټې مشر: تورکیه د دې تړون لپاره مرکزي رول لوبوي
چین د ستراتیژیک اوبتل  توغندي "بریالۍ" ازموینه ترسره کړه
په فرانسه کې په یو بل مهم او تاریخي موزیم کې د غلا ټکان ورکوونکې پېښه
اسرائیل په غزه کې پر ملکي وګړو بمباریو ته دوام ورکوي
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د انقرې د سفر پروګرام اعلان شو
د روسیې لخوا د اوکراین پر پلازمینه کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو خونړی برید
د ناټو د مشرانو سرمشریزه په انقره کې پیلیږي
د شمالي کوریا مشر په یوې نوې جنګي کښتۍ کې د ستراتیژیکو وسلو ازموینې لیدنه وکړه
ټرمپ د امریکا ۲۵۰مه کلیزه په "نشنل مال" کې د یوې لویې ولسي غونډې په ترڅ کې لمانځله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني سره ټلیفوني خبرې وکړې.