د امریکا د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو مهم ټکي په لاندې ډول دي:
تېره شپه مو پر ایران سخت بریدونه وکړل، هغوی به هیڅکله اټومي وسلې ولري نه کړي.
پرون مو له سعودي عربستان، کویټ او ځینو نورو هېوادونو سره خبرې وکړې.
د ګرینلنډ او ایران په موضوع کې له ناټو څخه خوښ نه یم.
ګرینلنډ زموږ لپاره یوه لویه ستونزه ده.
له اسپانیا سره ان تجارت کول هم نه غواړم، له هغوی سره به خپلې اړیکې پرې کړم.
اسپانیا یو ډېر خراب شریک دی، نه غواړو له هغوی سره اړیکو ته دوام ورکړو.
موږ هر څه ورکوو خو نور هېوادونه هیڅ نه ورکوي. موږ په غیر متناسب ډول پورونه پرې کوو.
هر څوک مسؤلیت اخلي (خپل لاس تر کاڼې لاندې کوي) خو اسپانیا دا کار نه کوي.
دلته په شتون مو خوښ یو. یوه لویه ناسته به ولرو او ستونزې به پکې مطرح کړو.
چین نشي کولی د پاناما کانال ونیسي.
ګرینلنډ ډنمارک ته نه، بلکې موږ ته پکار دی.
ډنمارک په یوه ورځ کې د نازي پوځونو ته تسلیم شو، موږ هغه ځای ونیوه او بېرته مو ډنمارک ته ورکړ. که زه وای، دا کار به نه وای شوی.
زما په نظر له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی. په ایران باندې "ناروغ خلک" حکومت کوي.
هغوی ۵۴ زره اعتراض کوونکي وژلي دي، نه غواړم له هغوی سره وخت ضایع کړم.
د ایران په اړه مو یو تړون وکړ چې اټومي وسلې به نه وي، خو وروسته یې انکار وکړ؛ هغوی درواغجن دي. زما ټول ژوند په تړونونو کولو تېر شوی دی.
له ولسمشر اردوغان سره مینه لرم. ترکیه جګړې ته داخلېدای شوای ځکه یو قوي پوځ لري، خو جګړې ته داخله نشوه.
د ولسمشر شي (Xi) په اړه ډېر خلک پر ټیک ټاک نیوکې کوي، خو پرون ماښام مې ارقام وکتل، په ټیک ټاک کې زه په لومړي مقام کې یم.
پرون مو ډېره ښه ورځ تېره کړه. نن هم یوې ښې ورځې ته په تمه یو او وروسته به بیا خبرې وکړو.



















