افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
کابل او اسلام‌اباد د اوربند له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا په نښتو بوخت شول
پاکستان پداسې حال کې د امریکا او ایران ترمنځه د سولې منځګړیتوب هڅه کوي چې پخپله د افغانستان سره په نښته کې ښکیل دی
کابل او اسلام‌اباد د اوربند له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا په نښتو بوخت شول
کابل او اسلام‌اباد د اوربند له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا په نښتو بوخت شول / Reuters
13 ساعته مخکې

افغانستان او پاکستان ترمنځه یو ځل بیا د نښتو نه خبر ورکړ شوی دی.  دواړو لورو دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې یوازې څو ورځې وړاندې یې د جګړې د موقتي بندولو اعلان کړی و. دا نښتې په داسې حال کې کېږي چې اسلام‌اباد هیله څرګنده کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو اترو کوربه توب وکړي.

دا سرحدي نښتې د یکشنبې په ورځ وشوې؛ په هماغه ورځ چې پاکستان د منځني ختیځ په جګړه کې د کړکېچ کمولو په موخه د سیمه‌ییزو قدرتونو کوربه توب کاوه او اعلان یې وکړ چې اسلام‌اباد ښايي په نږدې ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب هم وکړي.

چارواکي وايي چې دواړو لورو د افغانستان په کونړ ولایت او د پاکستان په باجوړ ایجنسۍ کې پر یو بل د توپخانې او درنو وسلو بریدونه کړي دي.

د افغانستان د حکومت  مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وویل چې د پاکستان په ډزو کې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

بلخوا، پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي چې دوی یوازې د افغانستان له لوري د شویو ډزو ځواب ورکړی او دا یې رد کړه چې ګواکې کومې ملکي سیمې یې په نښه کړې دي.

همداشان د افغانستان د کونړ ولایت څخه په رارسیدولو رپوټونو کې ویل شوي دي چې پاکستاني ځواکونو تیره ورځ پدې ولایت کې پر ملکي میشتو سیمو بریدونه کړي چې ګڼشمیر ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

یوه پاکستاني حکومتي چارواکي د افغانستان ادعا مبالغه وبلله او ویې ویل: "د افغان لوري څخه ځینې وړې سرغړونې شوې وې چې موږ په هماغه سیمه کې ځواب ورکړ."

دغو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط خبرې وکړې ځکه هغوی له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله. د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د تېرې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان او افغانستان تر منځ د تېرو څو کلونو په پرتله تر ټولو سخته جګړه شوې چې دواړو لورو ته پکې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. کابل ادعا کوي چې په همدې روانه میاشت کې په پلازمېنه کابل کې د مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې پر یو مرکز د پاکستان په هوايي برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو، خو پاکستان دا ادعا ردوي او وايي چې یوازې "پوځي تاسیسات او د ترهګرو د ملاتړ زیربناوې" یې په نښه کړې دي.

د جګړې د بندولو موقتي اعلان د کوچني اختر په مناسبت او د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په غوښتنه شوی و، خو اسلام‌اباد تېره اونۍ دا اوربند پای ته ورساوه. کابل تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې ایا د دوی له لوري اوربند لا هم پر ځای دی که نه.

اسلام‌اباد افغان طالبان تورنوي چې هغو وسله والو ته پناه او ملاتړ ورکوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي، خو کابل تل دا تورونه رد کړي او وايي چې دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده.

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان: له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم د مشروعیت له ژور بحران سره مخ دی
د ایران سپاه پاسداران له ملکي وګړو غوښتي چې د امریکايي اډو ته نږدې سیمو څخه ځانونه لرې وساتي.
د تهران د ری په ښار د بریدونو په نتیجه کې ۵ تنو افغانانو ژوند د لاسه ورکړی
اردوغان: تورکیه به چوپه پاتې نه شي، ځکه چې اسرائیل سیمه د وینو په حمام کې بدله کړې.
د روسیې لاوروف وايي، امریکا د نورډ سټریم پر ګازو د کنټرول په لټه کې ده
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید شوی.
زیلینسکي: امریکا د اوکراین امنیتي تضمینونه له ډونباس څخه د وتلو سره تړلي دي
په کابل کې د پاکستاني برید د لسګونو قربانیانو لپاره دویمه ډله ییزه جنازه ادا شوه
چین ته د ټرمپ سفر چې د ایران د جګړې له امله ځنډیدلی وو د مې په ۱۴ مه نیټه ترسره کیږي.
جرمني پر امریکا او اسرائیلو په ایران د برید او جګړې له امله سختې نیوکې وکړې.
اسرائیل پلان لري چې په لبنان کې خپل یرغل نور هم پراخ کړي — راپور
د امریکا پوځ په کارابین کې د مخدره توکو په یوه مشکوکه کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي
په توره بحیره کې د تورکیې اړوند په یوې ټانکر کښتۍ د ډرون الوتکې برید شوی
په ابوظبۍ کې د توغندي د شنډولو پر مهال دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
ایران د هرمز تنګي له لارې پر ټرانزیټ د خپل کنټرول اعلان وکړ