نوښتګري
3 د لوستلو دقیقې
تورکیه د هرې ورځې په تیریدو سره د دفاعي صنعت په برخه کې په ځان بسیا کیږي.
د تورکیې د ځمکنیو موټرو جوړونکی کاټمرجي لر شرکت اعلان وکړ په روانه  اونۍ کې په استانبول کې د نړیوال دفاعي صنعت نندارتون (IDEF 2025) په جریان کې به  د مالیزیا سره د خپل سپک تاکتیکي موټر "ایرن" 4×4 لپاره یو تړون لاسلیک کړي.
تورکیه د هرې ورځې په تیریدو سره د دفاعي صنعت په برخه کې په ځان بسیا کیږي.
/ AA

د تورکیې د دفاعي صنعتونو شرکت کاټمرجي لر وویل چې په روانه اونۍ کې به د مالیزیا سره د سپک تاکتیکي پوځي موټرو د صادراتو په اړه یو تړون لاسلیک کړي.

 د تورکیې د ځمکنیو موټرو جوړونکی کاټمرجي لر شرکت اعلان وکړ په روانه  اونۍ کې په استانبول کې د نړیوال دفاعي صنعت نندارتون (IDEF 2025) په جریان کې به  د مالیزیا سره د خپل سپک تاکتیکي موټر "ایرن" 4×4 لپاره یو تړون لاسلیک کړي.

کاټمرجي لر شرکت  به په IDEF 2025 نندارتون کې د خپل ماینونو پر وړاندې مقاومت لرونکي او د هر ډول کمین پر وړاندې  محافظت شوي پرسونل انتقالوونکي  ( خضر )  او د O-IKA 2 پرته د چلوونکي ځمکني موټر ځانګړي نسخې سره ګډون وکړي. د ویلو ده چې دا موټر د تعقیب سیسټم  او د ریموټ کنټرول شوي وسلو پلیټ فارم سره سمبال دی.

خضر  د خپل مقاومت لرونکي زغراو V شکل لرونکي مونوکوک انجن سره د ماینونو او لاسي بمونو پر وړاندې  د پرسونل ساتنه کوي او  همدارنګه د انرژي جذبونکي څوکیو پّ مرسته پرسونل خوندي ساتي.

دا موټر ۴۰۰ هارس پاور انجن لري چې په کلیوالي او ښاري سیمو کې د سختو جنګي شرایطو لاندې لوړ فعالیت وړاندې کوي. د لرې کنټرول وړ وسلو سیسټم کولی شي حرکت کونکي هدفونه په نښه کړي.

خضر  کولای شي نهه پرسونل انتقال کړي، په ساعت کې تر ۱۲۰ کیلومترو پورې سرعت ولري، او د سکتور مخکښ ۷۰ سلنه د ختلو وړتیا سره کار وکړي.

په عین حال کې، د کاټمرجي لر شرکت لخوا جوړ شوی  لومړی  پرته د چلوونکي د عقاب پ نامه موټر  د دوو ترکي دفاعي سکتور شرکتونو - کاټمرجي لر او اسلسن- څخه ټیکنالوژي یوځای کوي او د اسلسن SARP ریموټ کنټرول شوي وسلو سیسټم او سپوږمکۍ مخابراتي سیسټم باندې سمبال دی. ددې موټر لومړنۍ نسخه به دلته نندارې ته وړاندې شي.

عقاب  د ختلو ظرفیت ۶۰ سلنه لري، د اړخ سلپ ظرفیت ۴۰ سلنه دی، کولی شي د ۹۰۰ ملی مترو خندق څخه تیر شي، او د ۴۰۰ ملی مترو عمودی خنډ څخه تیر شي، پداسې حال کې چې تر ۱ ټن پورې د اړتیا وړ بار لیږدوي.

د تودوخې او ګرځنده کیمرې او سینسرونو سره، پلیټ فارم د دندو پراخه لړۍ لري: دا کولی شي د پولې او کشفي وسایطو په توګه کار وکړي، د ماین پاکول ترسره کړي، د خپل بلټ پروف کمپارټمینټ سره د ژغورنې وسایطو په توګه عمل وکړي ترڅو د جنګي زونونو څخه ټپیان پرسونل وباسي، د اړتیا وړ بارونه، مهمات او تجهیزات ولیږدوي، او حتی کله چې اړتیا وي بندې پاتې موټر راکش کړي.

کاټمرجي لر شرکت مرستیال مشر فرقان کاټمرجي انادولو ته وویل چې شرکت به یې د استانبول په IDEF 2025 کې د ایرن 4×4 لپاره د مالیزیا شرکت ډیفټیک  شرکت سره د همکارۍ نوی تړون رسمي کړي، چې د دواړو شرکتونو اجرایوي رئیسان به د لاسلیک مراسمو کې ګډون وکړي.

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.