د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: «ایران نشي کولای خپل کارونه سم کړي. دوی نه پوهېږي چې څرنګه د غیر اټومي وسلو تړون لاسلیک کړي؛ نو غوره ده چې ژر هوښیار شي.»
ټرمپ د خپل ځان یو انځوریز رسم خپور کړی چې توره دریشي یې اغوستی، تورې عینکې یې په سترګو دي او وسله یې په لاس کې ده؛ په داسې حال کې چې تر شا یې د ایران په خاوره کې چاودنې ښکاري او پر انځور لیکل شوي: «نور ښه سړی نشته».
دا پیغام کټ مټ د ایران د جګړې په اړه د پنټاګون د مشر، پیټ هیګست، له لومړنۍ پلان شوې شاهدۍ څخه څو ګړۍ وړاندې خپور شوی دی.
د راپورونو له مخې، ټرمپ د سې شنبې په ورځ خپلو سلاکارانو ته لارښوونه کړې وه چې د ایران د اوږدمهاله سمندري کلابندۍ لپاره چمتووالی ونیسي. هغه داسې ارزونه کړې ده چې د بمباریو بیا پیلول یا په بشپړ ډول له جګړې وتل، د اوسنۍ کلابندۍ د ساتلو په پرتله ډیر خطرونه لري.
متحده ایالاتو او اسرائیل د فبروري په ۲۸مه پر ایران ګډ عملیات پیل کړل، چې تهران یې په غبرګون کې په سیمه کې د امریکا پر هغو ګټو بریدونه وکړل چې ډیری یې د خلیج په هېوادونو کې وې.
د اپریل په اتمه د پاکستان په منځګړیتوب اوربند اعلان شو او ورپسې د اپریل پر ۱۱مه او ۱۲مه په اسلام اباد کې خبرې اترې وشوې، خو دا مذاکرات پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدل. ټرمپ وروسته وویل چې دا اوربند د پاکستان په غوښتنه، د تهران د نوي وړاندیز تر رارسېدو پورې غځول شوی دی.
هغه د دوشنبې په ورځ اشاره وکړه چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران وروستی وړاندیز ورته د منلو وړ نه دی؛ ځکه تهران یوازې د هرمز تنګي د پرانستلو طرحه وړاندې کړې او د خپل اټومي پروګرام په اړه یې پوښتنې راتلونکو خبرو اترو ته ځنډولې دي.









