له یو کال څخه زیات وخت کېږي چې د دوحې په څنډه کې د امریکا د یوې پخوانۍ پوځي اډې د وسپنېزې کټارې شا ته، ۱۱۰۰ تنه د امریکایي ځواکونو پخواني افغان متحدین او د هغوی کورنۍ په بې برخلیک حالت کې ژوند کوي. دوی له افغانستانه په دې هیله وتلي وو چې ژوند یې وژغورل شي، خو اوس په داسې ناڅرګنده راتلونکي کې بند پاتې دي چې خپله یې هم په اړه نه پوهېږي.
رسولي، چې پخوا له امریکایي ځواکونو سره ژباړن و او اوس ۱۹ میاشتې کېږي چې په قطر کې د "السیلیه" (CAS) په کمپ کې اوسیږي، فرانس پریس اژانس (AFP) ته د ټلیفون له لارې وویل: "موږ ټول په سختې اضطراب او اندېښنې کې ژوند کوو. موږ احساس کوو چې په یو مبهم حالت کې یو؛ نه یوازې زه او زما کورنۍ، بلکې دلته نور ټول خلک همدا احساس لري."
السیلیه کمپ، چې د قطر د پلازمینې په څنډه کې په یوه دښتي سیمه کې موقعیت لري، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د هغو افغانانو لپاره د اوسېدو ځای دی چې امریکا ته د کډوالۍ د پروسې بشپړولو په هیله هلته لېږل شوي دي. دا هغه افغانان دي چې له امریکا سره د کار کولو له امله له افغانستانه ایستل شوي او وېره لري که بېرته ستانه شي، د طالبانو له خوا به له غچ اخیستنې سره مخ شي.
خو د دوی د قضیو پروسس وروسته له هغه ودرېد چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د کډوالو منل وځنډول او د نوامبر په میاشت کې یې د افغانانو د کډوالۍ ټولې دوسیې ودرولې. ۳۶ کلن رسولي وايي: "افغانستان ته ستنېدل زموږ لپاره خوندي نه دي او موږ بل روښانه انتخاب هم نه لرو."
اوس کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کوونکې ډلې وايي چې واشنګټن چمتووالی نیسي ترڅو د دغه کمپ ۱۱۰۰ اوسېدونکي دې ته اړ کړي چې یا بېرته افغانستان ته ستانه شي او یا د افریقا "کانګو دیموکراتیک جمهوریت" ته د مېشتېدو لپاره لاړ شي؛ هغه هېواد چې خپله له داخلي شخړو او جګړو سره لاس او ګرېوان دی.
"جګړه بس ده"
دغو افغانانو په یو پرانیستي لیک کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، دا وړاندیز رد کړی دی. په لیک کې راغلي: "موږ کافي جګړې لیدلي دي. موږ نشو کولی خپل ماشومان بلې جګړې ته بوځو. موږ همداراز نشو کولی افغانستان ته ستانه شو، ځکه طالبان به زموږ څخه د ډېرو هغو کسانو سرونه غوڅ کړي چې له امریکا سره یې کار کړی دی."
شبنم، چې پلار یې په لویدیځ افغانستان کې له امریکایي او متحدو ځواکونو سره کار کاوه، د ۲۰۲۵ په جنوري کې د السیلیه کمپ ته راغلې ده. هغه وايي چې که څه هم په رسمي ډول دوی ته د کانګو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د دې خبر خپرېدو خلک تر سخت
رواني فشار لاندې راوستي دي. شبنم وویل: "زموږ لومړنۍ اندېښنه امنیت دی... موږ د یو داسې خوندي هېواد غوښتنه کوو چې هلته خپل ژوند له سره جوړ کړو."
بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت که څه هم په مستقیم ډول د کانګو نوم نه دی تایید کړی، خو ویلي یې دي چې درېیم هېواد ته د دغو کسانو لېږدول به هغوی ته د نوي ژوند پیلولو فرصت ورکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې هېوادوال یې کولی شي په "ډاډه زړه" بېرته راستني شي او هیڅ ګواښ ورته نشته.
خو ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر او د ۲۰۲۵ کال د جنوري ترمنځ په افغانستان کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو او چارواکو د خپل سرې نیونو، شکنجې او ناسم چلند ګڼې پېښې ثبت شوې دي.
د وېرې سیوری
د تېر مارچ او اپریل په میاشتو کې، کله چې ایران په سیمه کې پر امریکایي اډو بریدونه وکړل، د السیلیه کمپ اوسېدونکو په اسمان کې د توغندیو د شنډولو
چاودنې ولیدې. شبنم وايي: "هغو غږونو موږ ته افغانستان را یاد کړ؛ د چاودنو
غږونه، د ناڅاپي بریدونو وېره او بې برخلیکي. موږ دلته له جګړې د تېښتې لپاره راغلي وو، خو داسې احساس کوو چې بیا هماغه وېره تجربه کوو."
امریکایي چارواکو تایید کړې چې هغو افغانانو ته یې چې بېرته افغانستان ته ستنېدو ته چمتو دي، د نغدي مرستو وړاندیز کړی دی. ویل کېږي چې اصلي غوښتونکي ته ۴۵۰۰ ډالره او د کورنۍ هر غړي ته ۱۲۰۰ ډالره ورکول کېږي. تر اوسه نږدې ۱۵۰ کسانو دا پیسې اخیستې او بېرته تللي دي.
خو رسولي وايي: "امنیت هغه څه نه دي چې په پیسو پرې معامله وشي. که دوی ماته او زما کورنۍ ته ۵۰ زره ډالره هم راکړي، زه نشم کولی بېرته لاړ شم، ځکه زما ژوند په خطر کې دی."











