تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
تورکیې پر اسلامي ټولنو د خپل ارزښتونو د بیرته د ترلاسه کولو غږ وکړ.
د تورکیې د عامه اړیکو رئیس دوران وايي چې جګړې نورې یوازې په جګړه ییزو ډګرونو پورې محدودې نه دي، بلکې د ذهنیتونو او معلوماتو له لارې هم پر مخ وړل کېږي.
تورکیې پر اسلامي ټولنو د خپل ارزښتونو د بیرته د ترلاسه کولو غږ وکړ.
تورکیې پر اسلامي ټولنو د خپل ارزښتونو د بیرته د ترلاسه کولو غږ وکړ. / AA

د تورکیې د عامه اړیکو رئیس، برهان الدین دوران، پر اسلامي ټولنو غږ وکړ چې د خپلو ارزښتونو کنټرول بېرته ترلاسه کړي. هغه خبرداری ورکړ چې نړیوال نظم د مشروعیت له بې ساري بحران سره مخ دی او هغه چا چې دا نظم جوړ کړی، اوس په خپله د هغه د اصلي تخریب کوونکو په سر کې دي.

برهان الدین دوران په استانبول کې د "۲۰۲۶ کال د مسلمانانو د اغېزې فورم"

ته په وینا کې وویل چې نړۍ د یو ژور بدلون په حال کې ده چې د تېرو لسیزو

له عادي بدلونونو څخه ډېر وړاندې ده.

هغه وویل: "جګړې، نسل وژنې، وباګانې او په نړیوالو بنسټونو او نورمونو باندې د باور له منځه تلل په ښکاره ښيي چې له یوې حساسې کچې تېر شوي یو."

هغه  زیاته کړه چې نړیواله ټولنه د راتلونکي لپاره د روښانه لیدلوري نشتوالي سره مخ ده.

دوران د نړیوال سیسټم د شیندل کېدو نښې په ګوته کړې او ویې ویل چې لوی قدرتونه په زیاتیدونکي توګه د مسؤلیت منلو څخه ډډه کوي او د نړیوال نظم ځینې بنسټ ایښودونکي لوبغاړي په خپله د دغه نظم په اصلي ګډوډونکو بدل شوي دي.

هغه وویل چې دا بدلون د مخابراتو په برخه کې هم څرګند دی، او استدلال یې وکړ چې نړۍ د "مخابراتو له دور" څخه تیره شوې او د "روایتونو دور" ته داخله شوې ده.

دوران زیاته کړه: "په دې نوې دوره کې، سیالي یوازې د معلوماتو د شریکولو پر سر نه ده، بلکې پر دې ده چې څنګه واقعیتونه وړاندې، تفسیر او په نهایت کې د نړیوالو ذهنونو لخوا ومنل شي." هغه وویل چې که څه هم پیغامونه په څو ثانیو کې نړیوالو ته رسېدلی شي، خو دا چټکتیا د ناسمو معلوماتو ، لاسوهنې او د حقیقت او درواغو ترمنځ د پولې له منځه وړلو په څېر خطرونه هم له ځایه سره لري.

د ده په وینا، شخړې نورې یوازې په جګړه ییزو ډګرونو پورې محدودې نه دي، بلکې د ادراک او معلوماتو له لارې هم کیږي. هغه خبرداری ورکړ چې جعلي ویډیوګانې، لاسوهنه شوي محتویات او تنظیم شوې تبلیغاتي شبکې د عصري شخړو اصلي ځانګړتیاوې ګرځېدلي دي.

د تورکیې نړیوال رول ته په اشارې سره، دوران وویل چې دغه هېواد په عراق، سوریه، سویلي قفقاز، اوکراین او غزه کې د منځګړي او سولې رامنځته کوونکي په توګه کار کړی دی. هغه وویل چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دا پیغام چې "نړۍ له پنځو (هېوادونو) څخه لویه ده"، په نړیوال سیستم کې د جوړښتي نابرابریو په وړاندې یو مستقیم غبرګون دی. اسلامي ټولنې د نورمونو ټاکونکو په توګه برهان الدین دوران همداراز پر هغو تاریخي هڅو نیوکه وکړه چې اسلامي ټولنې یې د نړیوال نظم په جوړولو کې څنډې ته کړې وې. هغه د اډوارډ سعید اثارو، په ځانګړې توګه " (ختیځ پېژندنه) او " ته په اشارې سره وویل چې د لویدیځ روایتونو د ډېر وخت راهیسې د اسلامي نړۍ په اړه تصورات جوړ کړي دي.

د تورکیې د مخابراتو رییس وویل چې اسلامي ټولنې باید د هغو دفاعي دریځونو څخه ووځي چې د "لویدیځ محوره" فکر لخوا پرې تپل شوي، او پر ځای یې په رامنځته کېدونکي نړیوال نظم کې د نورمونو (اصولو) ټاکونکي شي.

نوموړي ټینګار وکړ: "که موږ خپله کیسه بیان نه کړو، نور به یې زموږ لپاره بیانولو ته دوام ورکړي. او که نور زموږ کیسه بیان کړي، هغوی به په نړۍ کې زموږ ځای تعریف کړي."

هغه د حکومتونو، مدني ټولنې، اکاډمیکو بنسټونو، خبریالانو او هنرمندانو ترمنځ د قوي همکارۍ او همداراز په ډیجیټل سواد او د ناسمو معلوماتو په وړاندې د مبارزې په بنسټونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

دوران هیله څرګنده کړه چې په دغه فورم کې رامنځته شوې خبرې اترې او همکارۍ به په اسلامي نړۍ کې یووالی پیاوړی کړي او په مثبته توګه به له پراخې نړیوالې ټولنې سره مرسته وکړي.

وپلټۍ
ټرمپ پاکستان ته د خپل استازو سفر لغوه کړ
افغانستان په قطر کې په کمپونو کې میشت د امریکا په تمه افغانانو نه وغوښتل چې خپل هیواد ته راستانه شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا سره د مذاکراتو لپاره پاکستان ته ورسید
فیدان: د تورکیې په اړه د اروپايي کمیسیون د مشرې څرګندونې 'د خواشینۍ وړ' دي .
پاکستان وايي چې په شمال لویدیځ کې په نښتو کې ۲۲ ترهګر وژل شوي، او یو ماشوم په متقابل ډزو کې وژل شوی
د اوربند له غځېدو سره سره اسرائيلو پر لبنان تازه بریدونه کړي دي
ملګرو ملتونو د هغه لسو هیوادونو لست خپور کړي چې د خوړو د سختې ناامنۍ سره مخ دي
اروپايي ټولنه خبرداری ورکوي چې د سولې د ډیپلوماسۍ په ورځ د ملګرو ملتونو د منشور اصول د برید لاندې دی
غیرقانوني اسرائيلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې په فلسطیني بزګر برید وکړ
۲۴۰ تنه هنديان چې ادعا کوي د یوې یهودي  قبیلې پاتې شوني  او د مناشیه اولاده دي اسرائیل ته لاړل
د امریکا پوځي قوماندانان د ایران د جګړې په جریان کې د وسلو د لیږد او ټیټو زیرمو په اړه اندیښمن دي
اردوغان: ماشومان باید د جګړې او ظلم بیه پرې نه کړي
ټرمپ پر ایران باندې د اټومي وسلې برید رد کړ
تورکیه ډیجیټلي امنیتي مقرراتو له لارې تر ۱۵ کلونو کم عمره ماشومانو باندې پر ټولنیزو رسنیو بندیز لګوي
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کانونو په یو شرکت برید شوی چې له امله يي ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی