نړۍ
6 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د ایران پر نورو زیربناو د برید ګواښ وکړ، په داسې حال کې چې هیوادونه د هرمز د پرانیستلو هڅه کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا "لا تر اوسه په ایران کې د پاتې بڼسټونو  ورانول نه دي پیل کړي،" او د دې هیواد پر زیربناوو یې د بریدونو ګواښ تکرار کړې.
ټرمپ د ایران پر نورو زیربناو د برید ګواښ وکړ، په داسې حال کې چې هیوادونه د هرمز د پرانیستلو هڅه کوي
ټرمپ د ایران پر نورو زیربناو د برید ګواښ وکړ، په داسې حال کې چې هیوادونه د هرمز د پرانیستلو هڅه کوي / AP
15 ساعته مخکې

ټرمپ د ایران پر نورو زیربناو د برید ګواښ وکړ، په داسې حال کې چې هیوادونه د هرمز د پرانیستلو هڅه کوي
د امریکا پرله پسې ګواښونو  بازارونه لړزولي او د انرژۍ د جریان په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي، په داسې حال کې چې هیوادونه د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره فشار راوړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا "لا تر اوسه په ایران کې د پاتې بڼسټونو  ورانول نه دي پیل کړي،" او د دې هیواد پر زیربناوو یې د بریدونو ګواښ تکرار کړې، په داسې حال کې چې لسګونو هیوادونو د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ د حیاتي لېږد د بیا پیلولو لپاره د لارو چارو لټون کوي.

د ایران جګړه، چې نږدې پنځه اونۍ وړاندې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید پیل شوه، په ټوله سیمه کې ګډوډۍ ته دوام ورکوي او مالي بازارونه یې لړزولي دي، چې پر ټرمپ یې د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره فشار زیات کړی دی.

په وروستیو ورځو کې ټرمپ ګواښونه ډیر کړي، ځکه چې د ایران له نوي مشرتابه سره د منځګړو له لارې خبرې اترې د پرمختګ محدودې نښې ښيي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ناوخته پر ټولنیزو رسنیو ولیکل: د امریکا پوځ "لا تر اوسه په ایران کې د پاتې بڼسټونو ورانول نه دي پیل کړي. بل وار د پلونو دی، بیا د برېښنا د تولید د مرکزونو." هغه زیاته کړه چې د ایران مشرتابه "پوهیږي چې څه باید وشي، او باید ژر وشي!"

هغه تر دې مخکې د تهران او د هغه د لوی شمال لوېدیځ ښارګوټي کرج ترمنځ پر یوه نوي جوړ شوي پله د امریکا د بمبارۍ ویډیو خپره کړې وه. د B1 په نوم دا پل ټاکل شوې وه چې سږ کال د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د ایران د دولتي رسنیو په وینا، د امریکا په دې برید کې اته کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه اعلامیه کې وویل: "پر ملکي ودانیو، په شمول د نیمګړو پلونو بریدونه به ایرانیان تسلیمۍ ته اړ نه کړي."

د دې اوونۍ په لومړیو کې سپوږمکیزو انځورونو هم د هرمز په تنګي کې په ستراتیژیک ډول پراته ایراني ټاپو قشم له بندر څخه د لوګي پورته کېدل ښودلي دي.

د امریکا د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه اندېښنې راپورته شوي

له سلو ډېرو امریکايي د نړیوال قانون کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکايي ځواکونو چلند او د لوړپوړو امریکايي چارواکو څرګندونې "د بشري حقونو د نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون د سرغړونو، په شمول د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي."

د کارپوهانو لخوا لاسلیک شوي لیک په ځانګړي ډول د مارچ په نیمایي کې د ټرمپ هغې خبرې ته اشاره کړې چې ویلي یې وو امریکا ښايي پر ایران "یوازې د ساعت تېرۍ لپاره" بریدونه وکړي. همدارنګه یې د مارچ په لومړیو کې د پنټاګون د مشر پیټ هیګسټ هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ویلي یې وو امریکا "د جګړې په احمقانه قوانینو" نه جنګیږي.

د چهارشنبې په شپه په یوه وینا کې، ټرمپ د ایران د ملکي برېښنا پر مرکزونو خپل ګواښونه تکرار کړل او د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره یې کومه روښانه نېټه ونه ښوده. دې کار د ایران له لوري د غچ اخیستنې ژمنې راوپارولې، د نړۍ د ونډو پر بیو یې منفي اغېز وکړ او د تېلو بیې یې د هرمز تنګي د بند پاتې کېدو له اندېښنې لوړې کړې.

یوه چارواکي وویل، بریتانیا د پنجشنبې په ورځ د شاوخوا ۴۰ هیوادونو د یوې مجازي غونډې مشري وکړه ترڅو د کښتۍ چلونې د ازادۍ د بیا راوستلو لپاره لارې چارې ولټوي، خو کومه ځانګړې هوکړه یې ونه کړه، که څه هم ګډونوال په دې سلا وو چې ټول هیوادونه باید وکولی شي په ازاده توګه له دې اوبلارې څخه کار واخلي.

امنیت شورا به د کښتۍ چلونې د ساتنې لپاره د بحرین پر پلان رایه ورکړي

ډیپلوماتانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د شنبې په ورځ په دې تنګي او شاوخوا کې یې د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره د بحرین پر یوه پرېکړه‌لیک رایه ورکړي، خو د ویټو حق لرونکي چین د هر ډول ځواک کارولو له اجازې سره خپل مخالفت روښانه کړی دی.

د ملګرو ملتونو لپاره د چین استازي فو کونګ د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته وویل: "هر ډول پوځي اقدام به د ځواک ناقانونه او بې توپیره کارونې ته مشروعیت ورکړي، چې په حتمي توګه به د وضعیت د لا خرابېدو او جدي پایلو لامل شي."

ایران د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا-اسراییلو د بریدونو په غچ کې دا تنګی، چې معمولاً د نړۍ د تېلو د ټولې سوداګرۍ شاوخوا پنځمه برخه لېږدوي، په عملي توګه تړلی دی.

تهران د دې تنګي د راتلونکي کنټرول لپاره یو سیال لیدلوری وړاندې کړ او ویې ویل چې له ګاونډي هیواد عمان سره یو پروتوکول جوړوي چې له مخې به یې کښتۍ اجازې او جوازونو ته اړتیا ولري.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کلاس د تهران له پلان سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې ایران ته اجازه نه شي ورکول کېدای چې له هیوادونو څخه د کښتیو د تېرېدو لپاره پیسې واخلي. کلاس پر ټولنیزو رسنیو ولیکل: "نړیوال قانون د پیسو په بدل کې د تېرېدو اجازه ورکولو پلانونه نه پېژني."

د منځني ختیځ پر انرژۍ د ایران د ولکې ټینګېدو وېره

وېره شته چې دا جګړه ښايي د منځني ختیځ د انرژۍ پر اکمالاتو د ایران ولکه ټینګه کړي، ځکه اوس یې وښوده چې کولی شي د تېلو پر ټانکرونو په نښه کولو او د خلیج پر هغو هیوادونو په بریدونو سره چې امریکايي سرتېري په کې دي، د هرمز تنګی بند کړي.

د خلیج هیوادونه وايي چې دوی د ځان د دفاع حق لري خو په تېره میاشت کې یې د ایران پر پرله پسې بریدونو له پوځي ځواب څخه ډډه کړې ترڅو د یوې ډېرې ورانوونکې او ټولیزې جګړې له پراخېدو څخه مخنیوی وکړي.

کویټ د جمعې په ورځ دوه ځله راپور ورکړ چې هوايي دفاع یې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د شنډولو لپاره کار کوي.

د جګړې له پیل راهیسې په ټول منځني ختیځ کې په زرګونو کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي، او د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون د پلاوي مشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې طبي اړتیاوې په چټکۍ سره ډېرېږي او ممکن اکمالات کم شي.

د سونګ توکو کمښت لا دمخه په اسیا کې اقتصادي ستونزې رامنځته کړي او تمه ده چې ډېر ژر به په اروپا کې هم اغېز وکړي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د دوو ادارو یوه راپور خبرداری ورکړی چې سخت اقتصادي ځوړتیا ښايي په افریقا کې د ژوند د لګښتونو بحران رامنځته کړي.

 

وپلټۍ
په اندونیزیا کې د  ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې له امله  یو تن ژوند د لاسه ورکړی
لبنان: د اسرائيلو بریدونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ نور کسان وژلي دي
د امریکا سفارت په بغداد کې د نږدې بریدونو د خطر له امله له امریکایانو وغوښتل چې له عراقه ووځي
ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی
ایران پر اسرائیل د توغندیو پراخه بریدونه کړي
د بریتانیا لومړی وزیر سټارمر: د ایران جګړه د بریتانیا جګړه نه ده
اردوغان: اسرائیل له ایران سره د "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤل دی
پاکستان او افغانستان په چین کې د خپلمنځۍ روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې کوي
ایران د قطر په  اوبو کې د تېلو یوه ټانکر کښتۍ وویشتله
تورکیې د اسرائیل د پارلمان لخوا فلسطینیانو ته د اعدام سزا ورکولو په اړه د قانون تصویبول وغندل
د ټرمپ پخوانی سلاکار : د نتانیاهو زوی له میامي څخه وباسۍ او د جګړې لومړۍ کرښې ته يي ولیږۍ
په روسیه کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله په الوتکه کې سپرو ټولو ۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی.
مارکو روبیو : امریکا ښايي د ایران له جګړې وروسته له ناټو سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي
د تورکیې د استخباراتو مشر ابراهیم قالن د غزې د سولې پلان په اړه د حماس د پلاوي سره لیدنه وکړه.
تورکیې فوټبال ملي لوبډلې کوسوو ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره وموندله