د پینټاګون مفتش کانګرس ته په وړاندې کړي راپور کې اشاره کړې چې د فبرورۍ له ۲۸مې تر د جون تر ۳۰مې پورې د «ایپیک فیوري» پوځي عملیاتو شاوخوا ۳۳.۴ میلیارده ډالره لګښت اخیستی چې ۲۲.۳ میلیارده ډالره یې یوازې د مصرف شویو مهماتو له امله دي.
په راپور کې یادونه شوې چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د مهماتو ډېر مصرف د سټراټیژیکو زیرمو د کمښت او د صنعتي اکمالاتو د خنډونو د برملا کېدو لامل شوی دی.
مفتش د عملیاتو پر مهال د امریکايي ځواکونو تجهیزاتي تلفات هم روښانه کړي دي: ۴ «F-15» جنګي الوتکې ویجاړې شوې، یوه «F-35» الوتکه او ۷ «KC-135» تېل لېږدونکې الوتکې زیانمنې شوې، او شاوخوا ۳۰ «MQ-9 Reaper» بې پیلوټه الوتکې راغورځول شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وسلو د کمښت په اړه اندېښنې کم ارزښته بللې او پر «Truth Social» یې لیکلي چې امریکايي فابریکې تر بل هر وخت ډېرې ممتازې او پرمختللې وسلې تولیدوي.
له دې سره سره، خپاره شوي راپورونه ښیې چې د لېرې واټن ویشتونکو دقیقو توغندیو او هوايي دفاعي توغندیو سخت کمښت د ایران پر وړاندې پوځي پلان جوړونه محدوده کړې، او امریکايي ځواکونو د خپلو «THAAD» دفاعي توغندیو شاوخوا ۸۰ سلنه زیرمې مصرف کړې دي.





















