د اکسیوس (Axios) خبري وېبپاڼې د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړ چې متحده ایالاتو د حوثي ډلې لخوا د موخا (Mocha) د ستراتېژیکې ساحلي سیمې له نیولو وروسته، پر دغې ډلې د مستقیمو پوځي بریدونو ترسره کولو د سعودي عربستان غوښتنه رد کړې ده.
د راپور له مخې، کله چې حوثیان د باب المندب تنګي په لور مخ په وړاندې لاړل، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترامپ سره دوه ځله پرله پسې اړيکه ونیوله او د امریکا د هوایي عملیاتو ترسره کولو غوښتنه یې وکړه.
باخبرو سرچینو اکسیوس ته ویلي دي چې وليعهد په لومړي سر کې د متحدو یمنيو ځواکونو د پرشا تګ شرحه ورکړه او څو ساعته وروسته یې په رسمي توګه د امریکا د مستقیم پوځي مداخلې غوښتنه وکړه.
خو ترامپ دا غوښتنه له دې امله رد کړه چې د واشنګټن د پام مرکز پر ایران او د هرمز پر تنګي پاتې شي او د جګړې د یوې نوې جبهې له پرانیستلو ډډه وشي.
که څه هم سپینې ماڼۍ مستقیم هوايي بریدونه رد کړل، خو له غیر جنګي مرستو سره یې موافقه وکړه او سعودي ځواکونو ته یې د عملي کېدونکو استخباراتي معلوماتو او د هدفونو د نښه کولو د ډېټا د لېږد اجازه ورکړه.
دا استخباراتي همکاري په سعودي عربستان کې د نږدې ۲۰۰ امريکايي پوځي پرسونل له حضور سربېره ترسره کېږي چې هلته د مشورتي او ارتباطي دندو مسؤلیت پر غاړه لري.
واشنګټن همدا راز د پنجشنبې پر ورځ د امريکا د مرکزي قوماندانی (سینټکام) مشر اډمیرل براډ کوپر له لوړپوړو سعودي دفاعي چارواکو سره د مشورو لپاره سعودي عربستان ته واستاوه.
دا پرمختګونه د ریاض او حوثیانو ترمنځ د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي په ترڅ کې رامنځته کېږي. په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر عبدالعزیز الواصل د پنجشنبې پر ورځ د امنیت شورا ته په وینا کې وویل چې د اوونۍ په پیل کې د سعودي پر سویلې ښارونو د حوثیانو له لوري په ملکي هدفونو د بریدونو له امله د ۷۳ کسانو له ټپي کېدو وروسته، شاهي دولت به "ټول اړین ګامونه" پورته کړي.
د موخا ښار او شاوخوا ساحلي سیمې کنټرول د باب المندب تنګي ته د نږدېوالي له امله خورا ستراتېژیک اهمیت لري؛ دا هغې حیاتي سمندري لاره ده چې سره سمندرګی له عدن خلیج سره نښلوي.
په یمن کې د ۲۰۲۲ کال له اپرېل راهیسې د یو نسبي اوربند له څو کلونو پرله پسې آرامۍ وروسته، د روان کال د جولای له پیله د دولتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ نښتې بېرته تازه شوې دي.
حوثیان د ۲۰۱۴ کال له سپتمبر راهیسې د هېواد پلازمېنه صنعا او د یمن ډېرې شمالي او لوېدیځې سیمې په خپله ولکه کې لري، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه په رسمیت پېژندل شوی حکومت او متحد ځواکونه یې په سویل او ختیځ کې مېشت دي.
سعودي عربستان د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د یمن د حکومت په ملاتړ د ایران ملاتړو حوثیانو پر وړاندې د یوه پوځي ائتلاف مشري کوي.





















