نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
کانګرس غړي د یوه راپور په حواله سنا ته ویلي چې امریکا د ایران په جګړه کې ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي
د امریکا د ډیموکرات ګوند د کانګرس غړي ایډ کیس (Ed Case) د سه شنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو د فبروري په ۲۸مه له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي. هغه دا معلومات د امریکا د یوې دفاعي خپرونې د راپور په حواله ورکړل.
کانګرس غړي د یوه راپور په حواله سنا ته ویلي چې امریکا د ایران په جګړه کې ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي
کانګرس غړي د یوه راپور په حواله سنا ته ویلي چې امریکا د ایران په جګړه کې ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي / Reuters

د امریکا د کانګرس غړي ایډ کیس وویل چې واشنګټن له ایران سره د جګړې پر مهال ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي. هغه د یوې دفاعي خپرونې راپور ته اشاره وکړه، خو د پنټاګون چارواکو په خپلواک ډول دا خبره نه ده تایید کړې.

د امریکا د ډیموکرات ګوند د کانګرس غړي ایډ کیس (Ed Case) د سه شنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو د فبروري په ۲۸مه له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي. هغه دا معلومات د امریکا د یوې دفاعي خپرونې د راپور په حواله ورکړل.

کیس دا څرګندونې د سنا د یوې ځانګړې کمېټې د استماعې غونډې پر مهال وکړې. په دغه غونډه کې نوموړي د پنټاګون د مالي چارو له مشر جې هرسټ (Jay Hurst) څخه د جګړې پر مهال د اوښتو زیانونو د کچې په اړه پوښتنې کولې.

کیس وویل: "د 'وار زون' (The War Zone) د یوه راپور له مخې، موږ شاوخوا ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي، او دا یو زوړ راپور دی چې نږدې یوه میاشت ترې تیریږي." نوموړي له هرسټ څخه وپوښتل چې ایا پنټاګون د دغو ټولو الوتکو د بیا رغولو یا ځای پر ځای کولو لګښت (retention cost) حساب کړی که نه.

هرسټ په ځواب کې وویل: "دلته لګښتونه شتون لري، ښاغلیه، خو زه غواړم تاسو ته په لیکلي ډول ځواب درکړم چې دا لګښتونه دقیقا څه دي، ځکه لکه څنګه چې تاسو تصور کولی شئ، د الوتکو د ترمیم لګښت محاسبه کول خورا ستونزمن کار دی." هغه زیاته کړه: "موږ غواړو د لګښت تر اټکل دمخه د الوتکو بشپړ تشخیص وکړو."

هغه راپور چې کیس ورته اشاره وکړه، د امریکا د دفاعي خبرونو ادارې 'وار زون' لخوا خپور شوی و. په دغه راپور کې ویل شوي چې د امریکا هوايي ځواک د ایران سره د شخړې پر مهال نږدې ۱۳ زره الوتنې کړې دي. د راپور له مخې، ۳۹ الوتکې ویجاړې شوي او ۱۰ نورو ته په بېلابېلو کچو زیانونه اوښتي دي.

په راپور کې دا ادعا هم شوې چې یوه F-35A Lightning II جنګي الوتکه د ایران په هوايي حریم کې ویشتل شوې او یوه بوینګ E-3 Sentry الوتکه ویجاړه شوې ده. دا ادعاوې په خپلواک ډول نه دي تایید شوي او د پنټاګون چارواکو په غونډه کې دا احتمالي زیانونه په ښکاره تایید نه کړل.

متحده ایالاتو او اسرائیلو د فبروري په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل، چې دا کار د تهران له خوا د اسراییلو او په خلیج کې د امریکا د متحدینو پر وړاندې د ځوابي بریدونو او د هرمز تنګي د تړلو لامل شو. د اپریل په ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند نافذ شو، خو په اسلام اباد کې خبرې اترې د یوې تلپاتې هوکړې په رامنځته کولو کې پاتې راغلې. دا اوربند وروسته د ولسمشر ټرمپ لخوا پرته له کومې ټاکلې نیټې وغځول شو.

 

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو د امریکا او اسرائیلو د جګړې په جریان کې پر ایران پټ بریدونه کړي دي
د اوکراین پوځ ویلي د روسیې او اوکراین د اوربند له پای ته رسيدو وروسته کیف د ډرون تر برید لاندې راغلی
ټرمپ: له ایران سره اوربند په (ډېر نازک حالت) کې  قرار لري.
اروپايي ټولنه وايي په نږدې راتلوونکې کې به په بروکسل کې د طالب چارواکو سره لیدنه وکړي
اروپايي ټولنې له سوریې سره بشپړه همکاري بېرته پیل کړه
اردوغان وویل جیوپولیټیک بدلونونه د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د نږدې اړیکو پر اړتیا ټینګار کوي
کالاس:تمه ده چې اروپايي ټولنه به په غیرقانوني اسرائیلي کډوالو   ځنډیدلي بندیزونو ولګوي
ایران د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي د روغتیايي وضعیت د خرابیدو  له امله په ضمانت خوشې کړه
پاکستان حکومت په بنو کې د پولیسو پر پوستې د تیرې ورځې د برید پړه په افغانستان واچوله
نتنیاهو خبرداری ورکړ تر هغه چې په ایران کې اټومي مواد پاتې وي د ایران پر وړاندې جګړه به 'ختمه نه شي'
د امریکا یو چارواکی وایي چې د امریکا او چین ترمنځ د نادرو ځمکنیو منرالونو تړون لا هم نافذ دی
ایران د امریکا په مقابل کې د هرمز کنټرول او د تاوان غوښتنه وکړه
د اسرائیلو پوځ وايي چې د لبنان پولې ته نږدې یې یو ارشد بریدمل وژل شوی دی
ایران د سولې ځواب ته د ټرمپ غبرګون "بې مانا" وباله
تورکیې په پاکستان کې د پولیسو پر یو مرکز وژونکی برید په کلکه وغانده