د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې د دفاعي وړتیاوو پر پراختیا په ټینګار سره وویل، رومانیا ته د یوې تاریخي معاملې له مخې په تورکیه کې جوړه شوې د ساحلي ګزمې جنګي بېړۍ وسپارل شوه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وویل، تورکیې د خپل تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د رومانیا سره د لاسلیک شوي تړون له لارې، د ناټو او اروپايي ټولنې غړي هېواد ته یوه جنګي بېړۍ صادره کړه.
نوموړي په استانبول کې د رومانیا سمندري ځواکونو ته د "CAM Roman" په نوم د ساحلي ګزمې بېړۍ د سپارلو او د تورکیې سمندري ځواکونو ته د نویو وسایلو د شاملولو په مراسمو کې خبرې کولې. هغه د سمندري دفاعي صنایعو په برخه کې د تورکیې پر مخ پر ودې وړتیاوو رڼا واچوله.
اردوغان وویل: "له رومانیا سره د لاسلیک شوي تړون له مخې، تورکیې په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ناټو او اروپايي ټولنې غړي هېواد ته جنګي بېړۍ صادره کړه."
د تورکیې ولسمشر زیاته کړه چې هېواد یې د نړۍ بېلابېلو سیمو ته له ۱۴۰ څخه ډېر سمندري پلټفارمونه (بېړۍ) جوړې کړې دي. هغه د هېواد د پوځي کښتیو جوړولو سکتور د جمهوریت په ۱۰۳ کلن تاریخ کې په "تر ټولو بوخت او ګټور پړاو" کې وباله.
هغه وویل، تورکیه د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې ده چې په یو وخت کې د ډېرو جنګي بېړیو د جوړولو وړتیا لري.
ولسمشر همداراز له شریکو هېوادونو سره پر دفاعي همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل، تورکیه دا خپله دنده ګڼي چې خپلې دفاعي وړتیاوې له دوستو هېوادونو سره شریکې کړي.
اردوغان وویل: "د تورکیې موخه په سیمه کې د ترینګلتیا رامنځته کول نه، بلکې د سولې، عدالت، ارامۍ او ثبات پیاوړي کول دي."
هغه دا هم زیاته کړه چې نړیوال وضعیت خورا کړکېچن دی او هغه هېوادونه چې په عملي ډګر (میدان) کې ځواکمن نه وي، ښايي د خبرو اترو پر میز د خپل ځای په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ شي.





















