د ایران سرې میاشتې د چهارشنبې په ورځ وختي پر اېکس (پخواني ټویټر) په یو پیغام کې لیکلي: "د امریکا د توغندیز برید په پایله کې، د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په کوهستک ښار کې پر یو داسې کور چرهیزې ټوټې لګېدلې چې د واده مراسم پکې روان وو." په خبرپاڼه کې زیاته شوې: "تر ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي او د یو ماشوم په ګډون څلور تنه شهیدان شوي دي."
د ایران د یو حکومتي حساب لخوا په خپره شوې ویډیو کې په سیریک کې د واده په ځای کې پراخه ویجاړي ښکاري او په شالید کې د خلکو د چیغو غږونه اورېدل کېږي. امریکایي چارواکو تر اوسه دا راپور نه دی تایید کړی.
تر دې وړاندې، د هرمزګان ولایت مرستیال والي احمد نفیسي دولتي ټلویزیون ته ویلي وو: "د دوو کسانو د شهادت او د یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی." د سیریک ولسوالي د هرمز ستراتیژیکې تنګي په اوږدو کې پرته ده.
امریکا ویلي وو چې دا بریدونه یې د ایران د سپاه پاسداران د اهدافو پر ضد د هغو "وروستیو بریدونو په ځواب کې کړي چې په هرمز تنګي کې یې پر سوداګریزو کښتیو او په سیمه کې پر امریکایي سرتېرو کړي وو."
د سه شنبې په ورځ ایراني رسنیو د هرمز تنګي په ختیځو ښارونو او د کرمان ولایت په یو هوایي ډګر کې د چاودنو خبر ورکړی و.
امریکا د فبرورۍ په ۲۸مه له اسرائیل سره یوځای پر ایران برید وکړ، چې په لومړنیو بریدونو کې یې د ایران د ډېر وخت راهیسې ستر مشر علي خامنهيي، ډېری نور لوړپوړي چارواکي او په سلګونو ملکي وګړي ووژل شول.
ایران سمدستي د نړۍ د تیلو د پنځمې برخې د لېږد لارې (هرمز تنګي) د کنټرول له لارې ځواب ورکړ او پر خلیجي هېوادونو یې د توغندیو او ډرون الوتکو باران وکړ.
د امریکا او اسرائیل لومړنۍ سختې بمبارۍ نږدې ۴۰ ورځې دوام وکړ، خو د هرمز تنګي په شاوخوا کې خورې ورې حملې لا هم دوام لري، چې دې چارې د سولې د یوې وروستۍ هوکړې هیلې کمې کړې دي.






















