میرز د بن ګویر غوښتنې "غیر انساني او د نړیوالو قوانینو خلاف" وبللې.
راپورونه وایي چې د جرمني لومړي وزیر فریدریش میرز د اسرائیل د سختدریځه ښي اړخي ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر غیر انساني او د نړیوالو قوانینو خلاف غوښتنې په کلکه غندلي او هغه یې نه منلو وړ بللي دي.
د حکومت د ویاند مرستیال سباستیان هیلي په پلازمېنه برلین کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال، د اسرائیل د سختدریځه ښي اړخي ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر د هغې څرګندونې ارزونه وکړه چې ویلي یې وو "پر غزه باید هره شپه له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې بریدونه وشي".
هیلي وویل: "لومړی وزیر میرز د بن ګویر غیر انساني او د نړیوالو قوانینو خلاف غوښتنې په کلکه غندي. دا څرګندونې د منلو وړ نه دي."
نوموړي وویل چې د اسرائیل حکومت لخوا په لوېدیځه غاړه کې وروستي ګامونه د لومړي وزیر میرز لخوا په خورا اندېښنې سره څارل کیږي. د میرز پیغام دا دی: "په لوېدیځه غاړه کې باید د الحاق (خپلولو) نور هیڅ ګام پورته نه شي. نه رسمي ګامونه او نه هم هغه سیاسي، ساختماني یا نور اقدامات چې پایله یې په ښکاره ډول د سیمو لاندې کول وي. دا کړنې د دوه-دولتونو حل لارې پر وړاندې خنډ ګرځي."
هیلي په خپلو خبرو کې دا هم زیاته کړه چې د لومړي وزیر میرز غوښتنه دا ده چې اشغالګر اسرائیل باید له فلسطینیانو سره انساني چلند وکړي، د هغوی ملکیتونه خوندي کړي او عامه خدمات او بشري مرستې ورته چمتو کړي.























