د ایران د پوځ مشر خلیجي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د تهران پر ضد د امریکا د عملیاتو لپاره د اسانتیاوو برابرول به په جګړه کې د ګډون په مانا وي. په ورته وخت کې، یو ایراني وکیل ویلي چې که پر ایران اټومي برید وشي، تهران به یې په ورته برید ځواب ورکړي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، تورن جنرال علي عبداللهي د چهارشنبې په ورځ په سیمه کې د زیاتېدونکي کړکېچ په ترڅ کې خلیجي هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د امریکا له پوځ سره مرسته ونه کړي.
عبداللهي پر خپله ایکس (X) پاڼه لیکلي، هغه هېوادونه چې د خلیج په سویلي څنډو کې موقعیت لري او په ښکاره یې ویلي چې واشنګټن ته به د ایران پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي، "باید پوه شي چې هیڅ شی زموږ له سترګو پناه نه پاتې کیږي."
هغه وویل، په سیمه کې په بېلابېلو اډو کې د امریکایي نظامي الوتکو، په ځانګړې توګه د تېل ډکونکو ټانکرونو شتون د کوربه هېوادونو له خبرتیا پرته ناممکن دی. عبداللهي زیاته کړه: "موږ خبرداری ورکوو چې د تیري ګر امریکایي پوځ سره هر ډول مرسته یا ورته د اسانتیاوو برابرول به د امریکایي ځواکونو ترڅنګ په جګړه کې ګډون وګڼل شي."
که امریکا اټومي وسله وکاروي، تهران به ورته ځواب ورکړي
په ورته وخت کې، یوه ایراني وکیل ویلي چې که امریکا د ایران پر ضد اټومي وسله وکاروي، تهران به یې هم په ورته بڼه ځواب ورکړي. دا خبرې د هغو راپورونو په غبرګون کې شوي چې د داسې برید د احتمال په اړه خپاره شوي وو.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون غړي، فدا حسین مالکي له "خبر آنلاین" خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: "زه د ډونالډ ټرمپ لخوا د یوې بې سنجشه کړنې احتمال نه ردوم، خو فکر نه کوم چې هغه دې د داسې کار جرات وکړي، ځکه دا ډول اقدام کولی شي نړۍ یوې خطرناکې جګړې ته بوځي."
هغه زیاته کړه: "که داسې یو اقدام وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم ځواب ورکړي او د ایران غبرګون به د هغې وسلې سره متناسب وي چې پر وړاندې یې کارول شوې وي." کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا دا په دې مانا ده چې ایران به اټومي وسله وکاروي، مالکي ځواب ورکړ: "امریکا چې هر څه وکاروي، ایران به یې ځواب کړي." که څه هم مالکي په ښکاره ونه ویل چې ایران اټومي وسلې لري.
دغه وکیل واشنګټن ته د نورو نظامي اقداماتو په اړه هم اخطار ورکړ او ویې ویل چې ایران "ګڼې لارې" په واک کې لري او د امریکا هر حرکت ته به "په ورته کچه او یا هم تر هغې په پورته کچه" ځواب ورکړل شي. مالکي وویل چې د ایران ډېری وسلې او نظامي وړتیاوې لا تر اوسه نه دي ښکاره شوي او ایران اوس له دفاعي حالت څخه "فعال او بریدګر مخنیوي" حالت ته تللی دی.
د تهران او واشنګټن ترمنځ په ټپه ولاړو خبرو اترو په اړه، مالکي پر ټرمپ تور پورې کړ چې د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم لیک له مخې یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې. هغه وویل چې ایران به تر هغه مذاکراتو ته ستون نه شي ترڅو واشنګټن خپلو پخوانیو ژمنو ته غاړه کېنږدي؛ که نه نو د هرمز تنګي په څېر مسایل به لا هم ناحله پاتې وي.
ایران او امریکا د جون میاشتې په نیمایي کې د پاکستان په منځګړیتوب یو تفاهم لیک لاسلیک کړی و چې موخه یې د دوی د جګړې پای ته رسول او د وروستي تړون لپاره د خبرو اترو پیلول وو. خو د دغه تفاهم لیک د پلي کېدو په اړه د اختلافاتو له امله دا خبرې په ټپه ولاړې دي.
دا وروستي کړکېچونه له میاشتو راهیسې د دوښمنۍ په دوام رامنځته شوي دي. د روان کال د فبروري په ۲۸مه امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه کړي وو، چې له امله یې تهران په سیمه کې پر امریکایي او اسرائیلي اهدافو ځوابي بریدونه وکړل.





















