منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو د لبنان په سویل تازه هوايي بریدونه کړي دي
تازه بریدونه د علي الطاهر دغابې د زوتر الشرقیه او میفدون ترمنځ په سیمو کې شوي دي.
اسرائیلو د لبنان په سویل تازه هوايي بریدونه کړي دي
(ارشيف) د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۲۶مه د اسراییلو له یوه برید وروسته چې د بيوت السيد کلی یې په نښه کړ، د لبنان له سوېلي ښار صور څخه لوګي پورته کېږي. / AFP

د لبنان د دولتي خبري اژانس (NNA) په وینا، اسرائیلي الوتکو د پنجشنبې په سهار په سويلي لبنان کې تازه هوايي بریدونه تر سره کړل.

د ملي خبري اژانس د راپور له مخې، دوه هوايي بریدونه د نباطیه الفوقا په ختیځ کې د علي الطاهر په ځنګلونو کې د ځایي وخت شاوخوا ۶ بجې وشول.

ادارې وویل، الوتکې څو لوړ چاودیدونکي توغندي وویشتل، چې له امله یې په ټوله سیمه کې یوه زوروره چاودنه رامنځته شوه او هوا ته یې غلیظ لوګي پورته شول.

د NNA په وینا، اسرائیلي الوتکو تیره شپه د زوطر الشرقيه او میفادون ښارونو تر منځ یوه سیمه هم بمبار کړه.

اسرائیل د مارچ په دوهمه نیټه د نوي برید له پیل راهیسې په لبنان کې پوځي بریدونه جاري ساتلي دي، چې په ترڅ کې یې ځواکونو د جنوبي لبنان نورو سیمو ته پرمختګ کړی.

د امریکا په منځګړیتوب جوړ شوی چوکاټ

د جون په ۲۶مه، لبنان او اسرائیل د امریکا په منځګړیتوب د چوکاټ یوې موافقې ته ورسېدل چې له مخې یې د لبنان له اشغال شوې خاورې څخه د اسرائیلو تدریجي وتل او د لبنان د پوځ ځای پر ځای کول او د حزب الله په ګډون د وسله والو ډلو بې وسلې کول شامل دي.

دواړو خواوو له هغه وخت راهیسې د امریکا په ملاتړ د دې چوکاټ د پلي کولو په اړه خبرې اترې کړې دي، چې پکې د اسرائیلو د وتلو او لبناني پوځ د ځای پرځای کولو ترتیبات شامل دي.

د خبرو اترو سره سره، په سویلي لبنان باندې د اسرائیلو بریدونه دوام لري.

وپلټۍ
د جرمني لومړي وزیر میرز، د اسرائیل د سختدریځه ښي اړخي ملي امنیت وزیر بن ګویر په کلکه وغانده
اسرائيل بالاخره د دوو کلونو انکار وروسته د پنځه کلنې هند رجب وژنه تایید کړه
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي