د ایتلافي ځواکونو ویاند برید جنرال ترکي المالکي د «اېکس» (X) پر ټولنیزه شبکه پر خپله پاڼه په دې اړه لیکلی بیان خپور کړی دی.
المالکي په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ترهګرو«حوثي ملېشو» له خوا توغول شوی کروز توغندی د ریاض په سیمه کې تر کشفېدو وروسته شنډ او راغورځول شوی دی.
په یمن کې نښتې
په یمن کې وروسته له هغه کړکېچ لا پسې ژور شو چې د ایران په ملاتړ حوثیانو د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر میاشت کې پلازمېنه صنعا او ځینې نورې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
تر دغو پرمختګونو وروسته، د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ایتلاف د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په نړیواله کچه د پېژندل شوي یمني حکومت ملاتړ پیل کړ.
په دغه هېواد کې، چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د اوربند له نافذېدو سره یوه نسبتاً ارامه دوره تجربه کړې وه، د جولای میاشتې راهیسې یو ځل بیا زور اخیستو نښتو پر ځمکه د کنټرول نقشه بدله کړې ده.
په یمن کې په دې وروستیو کې د دولتي ځواکونو او حوثیانو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي، او د ایران په ملاتړ حوثیان سعودي عربستان چې پر ځان د بریدونو مسوول یې ګڼي د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو (ډرون) په وسیله په نښه کوي.






















