نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د راپورونو له مخې ایران د امریکا پر پلازمېنه د «ناپاک بم» یا کیمیاوي مواد برید پلان لري
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران و آمریکا / Arsip AP

د هغو رسنیزو راپورونو له مخې چې د استخباراتي سرچینو په حواله خپاره شوي، ایران د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د یوه «ناپاک بم» یا کیمیاوي موادو برید پلان لري. په دغه ادعا شوي پلان کې د راډیو اکټیو ناپاکو بمونو یا کیمیاوي وسلو کارول شامل دي.

دې راپور شویو پلانونو امنیتي اندېښنې راپارولې او د امریکا په حکومت کې یې د احتمالي غبرګون پر پلانونو غور ته لاره هواره کړې ده؛ خو امریکايي چارواکي پر دې وېشل شوي دي چې ایا ایران د داسې یوه برید د ترسره کولو وړتیا او اراده لري که نه. بلخوا، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران ډیپلوماتیک ماموریت دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې تهران د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه فکر کوي.

روسیې په کیف کې د نیپر سیند پر سر دوه لوی پلونه په نښه کړل

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د سختو چاودنو له یوې څپې وروسته، د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو تایید کړه چې روسي پوځي ځواکونو په دغه ښار کې د نیپر سیند پر سر دوه ستراتیژیک پلونه په نښه کړي دي.

کلیچکو پر ټیلیګرام په یوه بیان کې وویل: «د لومړنیو راپورونو له مخې، په پلازمېنه کې شمالي او جنوبي پلونه په نښه شوي دي.» هغه زیاته کړه چې د هوايي دفاع واحدونه په ټول ښار کې فعال دي، په داسې حال کې چې عیني شاهدانو د مرکزي ولسوالیو په ګډون د یو لړ سختو چاودنو د غږونو اورېدو راپور ورکړی دی.

سویلي کوریا د هوايي دفاع ساحې ته د روسي پوځي الوتکو له ننوتلو وروسته خپلې جنګي الوتکې والوزولې

په سیول کې پوځي چارواکو تایید کړې چې سویلي کوریا وروسته له هغه خپلې جنګي الوتکې پورته کړې چې څو روسي پوځي الوتکې د دغه هېواد د هوايي دفاع د پېژندنې ساحې  ته داخلې شوې.

په سیول کې د وسله والو ځواکونو لوی درستیزوالۍ ویلي چې د سې شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې، نامعلوم شمېر روسي الوتکې د جاپان سمندرګي پر سر د کوریا د هوايي دفاع د پېژندنې ساحې ته داخلې او بېرته ترې ووتلې.

د هوايي دفاع د پېژندنې ساحه د یوه هېواد حاکمیتي هوايي حریم نه ګڼل کېږي، بلکې دا یوه نړیواله حایل سیمه ده چې ساحلي هېوادونه پکې د ملي امنیت د خوندیتوب په موخه له نږدې کېدونکو بهرنیو پوځي الوتکو څخه غواړي چې خپل هویت څرګند کړي.

غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  اریحا ته نږدې یوه فلسطینۍ مېرمن وژلې او ۱۰ نور کسان یې ټپیان کړي دي

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې اریحا  ته نږدې غیرقانوني اسرئیلي ښارګوټو اوسیدونکو پر ډزو یوه بوډۍ فلسطینۍ مېرمن وژلې او ۱۰ نور ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي؛ دغه خبر د اریحا دولتي روغتون طبي چارواکو تایید کړی دی.

د فلسطیني راپورونو له مخې، دا برید د یاد ښار په لوېدیځ کې د «الدیوک التحتا» په کلي کې هغه مهال رامنځته شو چې وسله والو غاصبینو د فلسطینیانو استوګنیز کورونه کلابند کړل او پر ځايي اوسېدونکو یې ډزې پیل کړې.

د روغتون مسوولینو ویلي چې وژل شوې مېرمن ۶۰ کلنه وه، او په هغو ۱۰ ټپیانو کې چې د مرمیو د لګېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي، یو ۶۵ کلن سړی هم شامل دی.

انډي برنهم اعلان وکړ چې برېګزېټ بریتانیا ته ناکامه ثابت شوی او له اروپايي ټولنې سره یې د نږدې اړیکو غوښتنه وکړه

د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهم  اعلان کړی چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې ومنل شي برېګزېټ (له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل) د بریتانیا لپاره کومه مثبته پایله نه ده لرلې.

نوموړي په بروکسل کې د جمعې ورځې د اروپايي ټولنې او بریتانیا ترمنځ له سرمشریزې مخکې د لندن په مالي سیمه کې د «لارډ مېیر» کلنۍ مېلمستیا ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې هېواد یې له نړیوالې انزوا سره د مبارزې لپاره له اروپايي ټولنې سره خورا نږدې مشارکت ته اړتیا لري.

برنهم وویل: «هغه برېګزېټ چې موږ ته راکړل شو، کار یې ونه کړ. موږ تر ګټې ډېر تاوان کړی دی.»

هغه زیاته کړه: «برېګزېټ په نړۍ کې د لا زیاتې انزواپالنې او ملاتړپالنې (حمایتي سیاستونو) پر لور د خوځښت لومړنی غورځېدلی پړاو و.»

 

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.