د پاکستان د پوځ مشر، مارشال عاصم منیر، د سیمه ییزې سولې او ثبات د ودې لپاره له ایران سره د دوامداره اړیکو او متقابل باور غوښتنه کړې ده.
د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ وویل چې منیر دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د راولپنډۍ په ګارنیزون ښار کې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مشرۍ د ایراني پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو د ګډو ګټو پر موضوعاتو، سیمهییز امنیت، د جیوپولیټیکي وضعیت پر بدلونونو او همدارنګه د ګډو امنیتي ننګونو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.
منیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د "دوامداره اړیکو، متقابل باور او نږدې همغږۍ" پر اهمیت ټینګار وکړ.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې عراقچي د سیمهییزې سولې او ثبات په ټینګښت کې د پاکستان د "رغنده رول" هرکلی وکړ او له تهران سره یې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ایران لېوالتیا څرګنده کړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په اسلام آباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) د لسو غړو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د یو ورځني سفر لپاره پاکستان ته تللی و.
پاکستان هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې بېرته پیل کړي
پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ د کمولو په هڅو کې مهم رول لوبولی دی. امریکا د روان کال په فبرورۍ میاشت کې له ایران سره جګړه پیل کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دوشنبې په ورځ وویل چې اسلام اباد د هغو هڅو لاس نه دی اخیستی چې موخه یې د منځني ختیځ د پراخېدونکې جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن او تهران بېرته د خبرو اترو مېز ته راګرځول دي.
ډار د اقتصادي همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې له عراقچي سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ له خپلو هڅو لاس نه دی اخیستی. موږ د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د سولهییز حل په اړه ډیر هیله من یو.»














