نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
اوخنا خورېلسوخ منلې چې د مخالف دیموکراتیک ګوند له خوا د غوښتل شویو پلټنو د ترسره کېدو لپاره له خپلې دندې ګوښه شي.
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د منګولیا ولسمشر / AFP (Wire)

د منګولیا ولسمشر اوخنا خورېلسوخ اعلان کړی چې د فساد د تورونو په ترڅ کې به له خپلې دندې استعفا وکړي، او ویلي یې دي چې د خپل نوم د پاک ثابتولو لپاره به له پلټنو سره مخ شي.

د سې شنبې په ورځ د دولتي خبري اژانس «مونتسامي» له خوا په خپره شوې اعلامیه کې خورېلسوخ ویلي چې مخالف دیموکراتیک ګوند نوموړی له «جدي جرمونو» سره تړلی او غوښتنه یې کړې چې له خپلو دندو لاس واخلي.

هغه وویل: «دیموکراتیک ګوند ویلي چې زه باید له خپلو دندو ګوښه شم ترڅو حقیقت څرګند شي. زه له دې سره موافق یم. له همدې امله به زه د منګولیا د ولسمشر په توګه خپلې دندې وسپارم. زما په اړه به پلټنې وشي او زما حیثیت به بېرته اعاده شي.»

خورېلسوخ وویل چې له یوې میاشتې راهیسې له بدناموونکو او سپکوونکو بریدونو سره مخ دی، او زیاته یې کړه چې پر ولسمشر برید د «ولس پر وقار» برید دی. دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې دیموکراتیک ګوند د خورېلسوخ په ګډون لوړپوړي چارواکي پر فساد تورن کړل او د پلټنو غوښتنه یې وکړه.

د اورګاډي پټلۍ پروژه تر څېړنې لاندې ده

د اسوشیېټېډ پرېس  د راپور له مخې، د اولان‌باتور پخواني ښاروال نیامباتار خیشګي خورېلسوخ تورن کړی چې د «تاوانتولګوی-ګاشونسوخایت» د اورګاډي پټلۍ له پروژې سره په تړاو یې ۲۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

دا تورونه په هغه تړون پورې اړه لري چې په ۲۰۱۹ کال کې، کله چې خورېلسوخ لومړی وزیر و، له رقابتي داوطلبۍ پرته د «بودي انټرنیشنل» (Bodi International) شرکت ته ورکړل شوی و. خورېلسوخ او یاد شرکت دواړه هر ډول سرغړونه ردوي.

خورېلسوخ یوې خبري غونډې ته وویل: «زه داسې څوک یم چې د ولسمشرۍ پر مهال مې هېڅکله له ولس یا دولت څخه غلا نه ده کړې.» هغه زیاته کړه: «ما هېڅکله دروغ نه دي ویلي او غلا مې نه ده کړې. ما هېڅکله څوک نه دي غولولي.»

سیاسي ګډوډي

منګولیا له میاشتو راهیسې د واکمن «منګولیا ولسي ګوند»  دننه له سیاسي کړکېچ او خپلمنځي شخړو سره مخ ده. وکیلانو د مارچ په میاشت کې، د فساد ضد اونیزو لاریونونو وروسته، په یوه کال کې د هېواد درېیم لومړی وزیر وټاکه. په اولان‌باتور کې زرګونو ځوانانو د شتمنو اشرافو او هغه څه پر ضد لاریونونه وکړل چې دوی پراخه بې‌عدالتي بلله.

د منګولیا د قانون له مخې، د واکمن ګوند څخه د پارلمان رییس ساندګ بیامباتسوګت  به د ولسمشرۍ چارې پر غاړه واخلي، او د ولسمشرۍ ټاکنې باید په څلورو میاشتو کې ترسره شي.

 

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.