نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
یوه عدلي طب کارپوه چې د جېفري اپسټین د مړینې د معایناتو (اټوپسي) اسناد او انځورونه یې څېړلي، ویلي چې د هغه پر بدن شته ټپونه د ځان‌ځړولو او ځان‌وژنې نه ډیر د وژل کیدو سره سمون خوري؛
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
اپستین / AP (Wire)

په دې سره نوموړي هغه رسمي پرېکړه ننګولې چې له مخې یې ویل شوي وو اپسټین په ۲۰۱۹ کال کې د نیویارک په یوه زندان کې ځان‌وژنه کړې وه.

د «سي بي اېس نیوز» د راپور له مخې، دغه عدلي طب کارپوه د دوشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې د منهټن په یوه فدرالي زندان کې د بدنام پانګوال او جنسي مجرم جېفري اپسټین مړینه د رسمي حکم پر خلاف، تر ځان‌وژنې ډېره وژنې (قتل) ته ورته ده.

د «عدلي او قانوني طب ژورنال»  سرمحرر ډاکټر مایکل فریمن یادې خبري شبکې ته وویل: «هغه ټپونه چې د عدلي طب معاینه کوونکي له خوا ثبت شوي وو، د ځان‌ځړولو له لارې له ځان‌وژنې سره سمون نه لري.»

فریمن د اټوپسي هغه اسناد او انځورونه څېړلي چې د اپسټین د ورور له خوا ورته سپارل شوي وو. نوموړي خپلې موندنې د دوشنبې په ورځ په لندن کې وړاندې کړې.

هغه وویل: «که دا ټول شواهد سره یوځای کړئ، دا تر ډېره له شاتنۍ خوا څخه د یوې نرۍ غوټه شوې ټوکرۍ پټۍ په واسطه له زندۍ کولو او وژلو سره سمون خوري.»

بلخوا، د نیویارک ښار د عدلي طب د لوی معاینه کوونکي د دفتر یوه ویاند په حواله ویل شوي: «زموږ دفتر پر خپله پخوانۍ پرېکړه ولاړ دی.»

بدنام جنسي مجرم جېفري اپسټین په ۲۰۱۹ کال کې په داسې حال کې د نیویارک ښار د زندان په خپله خونه کې مړ وموندل شو چې د جنسي قاچاق په تورونو یې محاکمې ته انتظار ایسته. هغه په ۲۰۰۸ کال کې د فلوریډا ایالت په یوه محکمه کې فحشا ته د یوې کم‌عمره نجلۍ په هڅولو کې خپل جرم منلی و، خو منتقدین هغه نسبتا سپکه سزا یوه «نرمه او له امتیازاتو ډکه معامله» بولي.

د هغه قربانیانو ادعا کړې وه چې نوموړي د جنسي قاچاق یوه پراخه شبکه چلوله چې د شتمنو او سیاسي اشرافو د غړو له خوا کارول کېده.

 

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.