د بلګورود سیمې والي ویاچیسلاف ګلادکوف وویل چې د روسیې په سرحدي سیمه بلګورود کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه د سه شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې ولیکل: "درې ملکیان د اوکراین د وسله والو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي." د هغه په وینا، دغو الوتکو په یوې سیمه کې یو موټر او په بلې سیمه کې یو نارینه او ښځه په نښه کړي او وژلي دي.
د روسیې د تواپسې په تصفیه خانه کې اورلګېدنه چارواکي وايي چې اوکرایني بې پیلوټه الوتکو په تور سمندرګي کې د روسیې د "تواپسې" د تیلو پر تصفیه خانه هم برید کړی چې د اور لګېدنې لامل شوی. دا د "روسنیفټ" شرکت اړوند تصفیه خانې او د تواپسې بندر باندې په وروستیو اونیو کې یو له
پرله پسې بریدونو څخه دی، چې له امله یې په سمندر کې تېل توي شوي او اورلګېدنې یې څو ورځې وخت نیولی و ترڅو مړ شي.
صنعتي سرچینو ویلي چې دې تصفیه خانې، چې زیاتره خپل تولیدات صادراتو ته ځانګړي کوي، د تېر برید له امله د اپریل له ۱۶مې راهیسې خپل فعالیتونه بند کړي وو.
اوکراین له مارچ میاشتې راهیسې پر روسیه خپل بریدونه زیات کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرې درول شوي، ځکه واشنګټن اوس مهال په ایران کې پر روانې جګړې تمرکز کوي.
د تواپسې تصفیه خانه په کال کې شاوخوا ۱۲ میلیونه مټریک ټنه (یا په ورځ کې ۲۴۰ زره بیرله) تولیدي ظرفیت لري، چې پکې نافتا، ډیزل، او د تېلو نور مشتقات تولیدېږي.
د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې، روسیې په منظمه توګه د اوکراین مهمې بنسټیزې پروژې بمبار کړې دي. په ځواب کې، کیف په روسیه کې دننه اهداف په نښه کوي او ټینګار کوي چې دوی نظامي او د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي ترڅو د جګړې د تمویل لپاره د مسکو وړتیا کمه کړي.









