د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې په مېلمستیا کې ډزې به د ایران جګړې په وړاندې د هغه هوډ کمزوری نه کړي، که څه هم هغه په دې باور دی چې دا پېښه به له یادې جګړې سره تړاو ونه لري.
ټرمپ د دې ټکان ورکوونکې امنیتي پېښې وروسته په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل" دا به په ایران کې د جګړې ګټلو په وړاندې زما مخه ونه نیسي. زه نه پوهېږم چې دې پېښې له هغې سره کوم تړاو درلود، خو د معلوماتو له مخې زه واقعاً داسې فکر نه کوم."
خو ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو، چې "هیڅکله نه شي ویل کېدای" چې ایا دا پېښه د ایران له جګړې سره تړاو لري که نه، او زیاته یې کړه چې پلټونکي د بریدګر د انګېزې په اړه څېړنې کوي، چې هغه "یو ګوښه بریدګر" وباله.
فدرالي څارنوال وویل، هغه شکمن کس چې د شنبې په ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د واشنګټن د رسنیو په غونډه کې د برید تور پرې دی، د دوشنبې په ورځ به د امریکا په پلازمېنه کې محکمې ته وړاندې شي.
دا شکمن کس، چې د پټو خدماتو له مامورینو سره یې ډزې تبادله کړې خو خپله نه دی ویشتل شوی، د دوشنبې په ورځ به د امریکا یوې سیمه ییزې محکمې ته حاضر شي.
د امریکا د څارنوالې جینین پیرو په وینا، پر تورن کس به د تاوتریخوالي په جرم کې د وسلې کارولو او پر فدرالي مامور د خطرناکې وسلې په وسیله د برید تورونه ولګول شي.
د امریکا مشر د شنبې په ورځ تر دې وړاندې پاکستان ته د خپلو استازو سفر لغوه کړ، چې ټاکل شوې وه هلته له ایران سره د سولې خبرې وکړي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې نوموړی د نږدې دوو میاشتو جګړې وروسته د تهران له مذاکراتي دریځ څخه اغېزمن نه شو.






