افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
افغانستان په قطر کې په کمپونو کې میشت د امریکا په تمه افغانانو نه وغوښتل چې خپل هیواد ته راستانه شي
د افغانستان د  بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه بیان کې ویلي، هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، د راپورونو له مخې ورڅخه غوښتل شوي چې یا افغانستان ته راستانه شي او یا په یو درېیم هېواد کې د مېشتېدو هڅه وکړي.
افغانستان په قطر کې په کمپونو کې میشت د امریکا په تمه افغانانو نه وغوښتل چې خپل هیواد ته راستانه شي
افغانستان په قطر کې په کمپونو کې میشت د امریکا په تمه افغانانو نه وغوښتل چې خپل هیواد ته راستانه شي / Reuters

افغانستان د شنبې په ورځ له هغو وګړو څخه چې دا مهال په قطر کې د امریکا د ویزو په تمه بند پاتې دي، وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي. هېواد والو ته ډاډ ورکړل شوی چې هېواد خوندي دی او د ټولو هرکلي کوي.

د افغانستان د  بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه بیان کې ویلي، هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، د راپورونو له مخې ورڅخه غوښتل شوي چې یا افغانستان ته راستانه شي او یا په یو درېیم هېواد کې د مېشتېدو هڅه وکړي.

بلخي وویل چې افغانستان "د ټولو افغانانو ګډ کور دی" او له اغېزمنو کسانو یې وغوښتل چې "په پوره ډاډ او ارامه ذهن" بېرته راستانه شي. هغه ټینګار وکړ چې هیڅ یو تبعه د امنیتي لاملونو له امله له هېواده وتلو ته نه دی اړ شوی.

هغه زیاته کړه، څوک چې غواړي بل ځای ته ولېږدول شي، کولی شي په مناسب وخت کې د "قانوني او عزتمندو لارو" له لارې دا کار وکړي.

وزارت دا هم ویلي چې دوی چمتو دي له نورو هېوادونو سره د دوه اړخیزو قونسلي ترتیباتو په چوکاټ کې کار وکړي ترڅو په بهر کې د افغان اتباعو حقونه خوندي کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په زرګونو افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د لېږد په تمه دي؛ ډېری دا کسان د قطر او پاکستان په څېر د درېیمګړو هېوادونو له لارې هڅه کوي چې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو ته د مېشتېدو ویزې ترلاسه کړي.

 

وپلټۍ
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي
پکتیکا: د ناچاودې مرمۍ د پرې کولو پر مهال چاودنې ۷ کسان وژلي
په لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ افغان راستنېدونکي مړه او ۳۰ نور ټپیان شول
روسیې او افغانستان د پوځي همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د وچکالۍ بحران لا پسې ژور شوی دی
روسیه د افغانستان له واکمنو طالبانو سره یو بشپړ او هر اړخیز شراکت رامنځته کوي.
اروپايي ټولنه وايي په نږدې راتلوونکې کې به په بروکسل کې د طالب چارواکو سره لیدنه وکړي
ملګري ملتونه: پر افغانستان د پاکستان د تېرې ورځې په بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
جرمني ۲۵ محکوم شوي افغانان بېرته کابل ته ډیپورټ کړل.
یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې زرګونه ښځینه ښوونکې او ډاکټرانې له لاسه ورکړي
نن دوشنبه د پاکستان له لورې د افغانستان پر کونړ ولایت په بریدونو کې ۴ تنه مړه او ۷۰ تنه ټپيان شوي
اروپايي ټولنه: له افغانستان سره تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په مانا نه دي
په کونړ کې د پاکستان په یو "توغندیز برید" کې ۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور  ټپیان  شوي دي.
په قطر کې بند پاتې ۱۱۰۰ افغانان؛ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږدولو له ګواښ سره مخ دي
امریکا غواړي په قطر کې په کمپونو کې میشت افغانان کانګو جمهوریت ته ولیږي
د طالبانو چارواکي له اروپایي ټولنې څخه د افغانانو د اخراج په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته ځي
په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن استرالیايي سرتیري ویلي دي چې خامخا به خپل نوم پاکوي
د پاکستان او افغانستان ځیني سیمي نثبتآ قوي زلزلې ولړزولې.
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده