نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې د یوې ودانۍ نړېدو له امله ۲ تنه مړه او ۱۷ تنه ټپيان شوي
د ښاروالۍ چارواکو تایید کړه چې د نیویارک په بروکلین سیمه کې د یوې درې پوړییزې استوګنیزې ودانۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې د یوې ودانۍ  نړېدو له امله ۲ تنه مړه او ۱۷ تنه ټپيان شوي
د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې د یوې ودانۍ نړېدو له امله ۲ تنه مړه او ۱۷ تنه ټپيان شوي / AP

د نیویارک ښار د اور وژنې ادارې د اور وژنې کمېشنرې لیلیان بونسیګنور خبریالانو ته وویل، چې د ودانۍ د جوړښت د نړېدو پېښه د ځايي وخت د مازدیګر شاوخوا ۴ بجو او ۱ دقیقې، د فلېټبوش واټ په ۱۳۲۱ شمېره کې رامنځته شوه، چې سمدلاسه د بیړنیو خدماتو کارکوونکي او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې.

بونسیګنور وویل، د استوګنې په ودانۍ کې دننه ګڼ شمېر اوسېدونکي او د ګاونډي ساختماني ځای کارکوونکي د ودانۍ تر نړېدلو وروسته د کنډوالو لاندې بند پاتې شوي وو.

هغې وویل: «موږ ۱۹ ټپیان لرو. له بده مرغه، دوه کسان مړه شوي، څلور یې په نازک روغتیايي حالت کې دي، د ۱۲ کسانو روغتیايي حالت ثابت دی او همدارنګه یو اور وژونکی هم لږ ټپي شوی دی. په دغو ۱۹ کسانو کې اووه ماشومان شامل دي.»

د لټون او ژغورنې عملیات

د ښار د ودانیو څانګې وویل چې د دوی تفتیش کونکي په سیمه کې وو "د بیا رغونې عملیاتو کې مرسته کوي او د نږدې ودانیو ساختماني ثبات تفتیشونه ترسره کوي."

د تلویزیون انځورونو ښودلي چې لسګونه بیړني موټرونه د پیښې ځای ته نږدې ګرځي، اور وژونکو د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره له برقي اره‌ ګانو او پلټونکو سپو څخه کار اخلي.

د چهارشنبې تر ماښامه پورې د بېړنیو مرستو کارکوونکو په ټوله سیمه کې د لټون او ژغورنې پراخ عملیاتو ته دوام ورکړ، په داسې حال کې چې چارواکو ویلي، لا یې په دقیقه توګه نه ده معلومه کړې چې د ودانۍ د نړېدو په سیمه کې څومره کسان لا هم ورک دي.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان ژمنه کوي چې د نویو نوښتونو له لارې به د تورکیې ملي یووالی پیاوړی کړي
حوثي ملیشو پر سعودي عربستان درې توغندي توغولي، چې دوه يي د پلازمینې پر لورې راتوغولي وو.
د انګلستان د دفاع وزیر وايي چې بریتانیا له روسیې سره د اړیکو مستقیم چینلونه غواړي.
دولتي رسنۍ: اسرائیلي ځواکونو د سوریې په قنیطره کې د سرغړونو د دوام په ترڅ کې یوه پوسته جوړه کړه
چین د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د وژل شویو امریکایی پیلوټانو پاتې شوني امریکا ته وسپارل
تورکیه د خپل جمهوریت د بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د مړینې ۸۸م تلین لمانځنه کوي.
د ایران د راپور شوي ګواښ له امله امریکا له دویمې بریتانوي هوايي اډې هم خپلې الوتکې وایستلې
د یونان کریټ ټاپو ته نږدې ۱۲ کډوال مړه شوي او له ۱۰۰ څخه زیات ژغورل شوي دي
اسرائیل غواړي د واشنګټن د مرستو د کمولو په ترڅ کې، له جنورۍ مخکې له امریکا سره د نوې هوکړه وکړي
ژمني طوفان او ډیرو زیاتو اورښتونو په غزه کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو وضعیت لا پسې خراب کړی دی
په پولنډ کې د مرګوني بریدونو شکمن کس په روغتون کې ساه ورکړه
ایران وايي چې د قشم ټاپو باندې د امریکا بریدونو حیاتي زیربناوو ته کوم زیان نه دی رسولی.
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
د کابل د «بالا حصار» کلا دقیقه بیارغونه د افغانستان د دوه زره کلن تاریخ رازونه رابرسېره کوي