تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
په تورکیه کې د لا پرېکنده اقداماتو د مخ په زیاتېدونکو غوښتنو په ترڅ کې د اقلیمي بدلون د کاپ ۳۱ (COP31) سرمشریزه پیل شوه
په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) پیل شوه.
اقلیمي سرمشریزه کاپ ۳۱

د انتالیا سرمشریزه د نړۍ مشران او مرکچیان سره راټولوي ترڅو د ګازاتو د اخراج د ګړندي کمښت، د اقلیم پر وړاندې د لا پیاوړي مقاومت او له مخ پر وده هېوادونو څخه د لا زیات ملاتړ لپاره هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سرمشریزه (COP31) د دوشنبې په ورځ د ترکیې په ساحلي ښار انطالیه کې په داسې حال کې پرانیستل کیږي، چې پر حکومتونو فشارونه مخ په زیاتېدو دي ترڅو د اقلیم په اړه خپلې ژمنې په عملي اقداماتو بدلې کړي او له زیانمنونکو هېوادونو څخه خپل ملاتړ زیات کړي.

د نوامبر له ۹مې تر ۲۰مې نېټې پورې جوړېدونکی دا کنفرانس د نړۍ مشران، وزیران، مرکچیان، ساینس پوهان او د مدني ټولنې استازي سره راټولوي ترڅو د ګازاتو د اخراج د کمولو، له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق او د اقلیمي چارو د تمویل په اړه خبرې اترې وکړي.

د دې کنفرانس مشري د ترکیې پر غاړه ده، په داسې حال کې چې د استرالیا د اقلیمي بدلون او انرژۍ وزیر 'کریس بوین' به د مذاکراتو (خبرو اترو) مشري کوي. د نړۍ د مشرانو سرمشریزه د نومبر په ۱۱مه او ۱۲مه نېټه پلان شوې ده.

دا سرمشریزه چې د "راتلونکي کاپ - د پلي کولو کاپ" تر شعار لاندې جوړیږي، موخه یې دا ده چې اقلیمي ژمنې په داسې پایلو بدلې کړي چې د اندازه کولو وړ وي.

د سرمشریزې د مشرتابه کاري اجنډا پاکې انرژۍ ته لېږد او د برېښنا کارولو پراختیا، د صفر کثافاتو او میتان ګاز کمولو، د اقلیم په وړاندې مقاومت لرونکو ښارونو، شنه صنعتي کېدو، د خوړو خوندیتوب او د سمندرونو او سیندونو ساتنې ته لومړیتوب ورکوي.

په نورو لومړیتوبونو کې ځوانان او ښوونه او روزنه، مقاومت لرونکي روغتیایي سیسټمونه، او د اقلیمي بدلون، بیولوژیکي تنوع او د ځمکې د تخریب په برخو کې همکاري شامله ده.

د ۲۰۳۵ کال لپاره په وړاندیز شویو اهدافو کې د نړۍ د انرژۍ په وروستي مصرف کې د برېښنا ونډه ۳۵ سلنې ته لوړول، په ودانیو کې د انرژۍ د مصرف شدت لږترلږه ۲۵ سلنه کمول، او په نړیواله کچه د توکو د دوراني (بیا ځلي) کارونې کچه لږترلږه ۱۵ سلنې ته لوړول شامل دي.

تمویل او له فوسیلي سون توکو څخه لېږد لا هم کلیدي ننګونې دي

وروسته له هغه چې د تېر کال (COP30) کنفرانس پر یوې کاري نقشې باندې په هوکړې کې پاتې راغی، مرکچیان لا هم د مخ پر وده هېوادونو لپاره د بودیجې برابرولو او له فوسیلي سون توکو (لکه تېل، سکاره، ګاز) څخه د لېږد د چټکولو د هڅو په اړه سره وېشل شوي او اختلاف لري.

د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروګرام د ۲۰۲۶ کال د ګازاتو د اخراج د تشې راپور اټکل کوي چې حتی که هېوادونه خپلې اقلیمي ژمنې په بشپړه توګه پلې هم کړي، بیا هم په دې پېړۍ کې د نړۍ د تودوخې درجه شاوخوا ۲.۶ درجې سانتي ګراد (2.6°C) لوړېدای شي، چې دا د پاریس تړون له اهدافو څخه تېری کوي.

دا راپور اټکل کوي چې مخ پر وده هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کال پورې له اقلیم سره د تطابق لپاره هر کال شاوخوا ۳۰۵ ملیارد ډالرو ته اړتیا ولري. په ۲۰۲۴ کال کې له اقلیم سره د تطابق لپاره نړیواله عامه مالي بودیجه د ۲۸.۲ او ۳۱.۷ ملیارد ډالرو ترمنځ وه.

دا سرمشریزه له داسې یوه کال وروسته جوړیږي چې په ویجاړوونکو سېلابونو، د تودوخې په وژونکو څپو او اوږدمهاله وچکالیو سره مل و؛ او د هغو هېوادونو لپاره چې د اقلیم له ناوړه اغېزو سره تر ټولو زیات مخ دي، د ګازاتو د اخراج د ګړندي کمښت او د لا زیات مالي ملاتړ غوښتنې یې لا پسې چټکې کړې دي.

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
د خبرو اترو لسیزه: د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ۲۰۲۶ په استانبول کې پیل شو
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني
د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې په تړاو پر تړونونو د عمل کولو یادونه وکړه
فیدان: د مکې اتحاد د هغو سیمه‌ییزو هېوادونو پر مخ پرانیستی دی چې د سولې ګډ لید لوری لري.
د تورکیې پارلمان د مکې ګډ دفاعي تړون، چې سعودي عربستان او پاکستان پکې شامل دي، تصویب کړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
تورکیې او سویلي کوریا د اټومي انرژۍ د تمویل تړون لاسلیک کړ او د دفاعي اړیکو د لا ژورولو ژمنه یې وکړه
ولسمشر اردوغان د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه سویلي کوریا ته خپل سفر پیل کړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په استانبول کې لیدنه وکړه.
تورکیې فریدون سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ مقام ته کاندید کړ
تورکیه د تورکي یووالي او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د تورکي هېوادونو سازمان د ۱۳مې سرمشریزې کوربه ده
د تورکیې جمهوریت ۱۰۳ کلن شو
ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې جمهوریت د تاسیس د  ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
اردوغان او ټرمپ  پر سیمه ییزو کړکېچونو، د اوکراین جګړې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې
تورکیه په انقره کې د تورکي هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه توب کوي
د تورکيې، سعودي عربستان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي به د امنیتي خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي
تورکي دولتونه به د انقرې په سرمشریزه کې له کرنې نیولې تر فضا پورې پر همکاریو تمرکز وکړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده