نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د انګلستان د دفاع وزیر وايي چې بریتانیا له روسیې سره د اړیکو مستقیم چینلونه غواړي.
د انګلستان د  دفاع وزیر ویس سټریټینګ فایننشل ټایمز ته وویل، بریتانیا به له مسکو سره د اړیکو اضافي چینلونو ته ښه راغلاست ووایی، په ځانګړې توګه د دواړو پوځونو ترمنځ، او ټینګار کوي چې مستقیم تماس د غلطې محاسبې خطر کمولو لپاره خورا مهم دی.
د انګلستان د دفاع وزیر وايي چې بریتانیا له روسیې سره د اړیکو مستقیم چینلونه غواړي.
د انګلستان د دفاع وزیر وايي چې بریتانیا له روسیې سره د اړیکو مستقیم چینلونه غواړي.

د دفاع وزیر ویس سټریټینګ د سې شنبې په ورځ د فایننشل ټایمز سره په یوه مرکه کې وویل، بریتانیا به غوره وګڼي چې له روسیې سره د اړیکو اضافي چینلونه ولري، په ځانګړې توګه په پوځي کچه د غلطې محاسبې خطر کمولو لپاره.

سټریټینګ فایننشل ټایمز ته ویلي: «موږ په مسکو کې خپل سفارت لرو. دا د اړیکو یوه مهمه لاره ده... خو زه به ډیر زیات دا غوره وګڼم چې د اړیکو نورې لارې هم موجودې وي، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو د پوځونو په کچه.»

هغه زیاته کړه: «تل د ناسمې محاسبې خطر موجود وي او له همدې امله د مستقیمو اړیکو لرل مهم دي.»

د سټریټینګ څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د روسیې او اوکراین چارواکو پلان درلود چې د سې‌ شنبې په ورځ د امریکا په منځګړیتوب د دوو ورځنیو خبرو لپاره سره وګوري. دا د فبرورۍ میاشتې راهیسې د دواړو لورو لومړنۍ خبرې دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ وړاندیز وکړ چې د دواړو هېوادونو په څلور نیم کلنه جګړه کې د سولې پراخ تړون ممکن دی، چې په هغه کې د اروپا امنیت هم شاملېدای شي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې، د مسکو او د لندن په ګډون د ډېری اروپايي پلازمینو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

په هرصورت، د روسیې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې سره ولیدل. دا له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دا ډول خبرو لومړۍ ناسته وه.

وپلټۍ
په لسګونو زرو کسانو  هالنډ په  امسټرډام کې د اسرائیلو پر وړاندې د سختو اقداماتو په غوښتنه لاریون وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په برازیل کې یوه جهیل ته د موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
حوثي ملیشو د سعودي عربستان په یو مهم مالي مرکز برید وکړ.
ولسمشر اردوغان له ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د اذربایجان ولسمشر علي یف د ولسمشر اردوغان نه په هوايي ډګر کې هر کلی وکړ.
اردوغان:هغه کسان چې د تورکیې او اذربایجان د ورورولۍ کمزوري کول غواړي،هېڅکله به خپلو موخو ته نایل نشي
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
د خبرو اترو لسیزه: د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ۲۰۲۶ په استانبول کې پیل شو
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني
د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې په تړاو پر تړونونو د عمل کولو یادونه وکړه
د فلسطین چارواکي وايي، د اسرائیلو بریدونو په غزه کې تر ۶۸ میلیون ټنو پورې ملبه پریښې ده
فیدان: د مکې اتحاد د هغو سیمه‌ییزو هېوادونو پر مخ پرانیستی دی چې د سولې ګډ لید لوری لري.