د تیرې جمعې په وروستیو کې یوه ژمني طوفان غزه وځپله، چې له امله یې د پراخو ویجاړیو او د بشري مرستو د سخت کمښت په ترڅ کې، لسګونه زره بې ځایه شوې کورنۍ د وچې سرپناه موندلو لپاره له سختو ننګونو سره مخ کړې دي.
د غزې د حکومت رسنیو دفتر وویل چې په لومړیو ۱۲ ساعتونو کې شاوخوا ۷۰،۰۰۰ خیمې تر اوبو لاندې شوې، په داسې حال کې چې د نسل وژنې جګړې پر مهال د اسرائیلو د بمباریو له امله کمزوري شوي لسګونه دېوالونه ونړېدل.
د فلسطین د ملکي دفاع ادارې په وینا، د یکشنبې په ورځ په 'دیر البلح' سیمه کې پر خېمو د ځمکې ښویېدو له امله یوه ښځه او څلور ماشومان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
ملکي دفاع ادارې د څه باندې ۱،۵۰۰ بېړنیو اړیکو (مرستې غوښتلو) راپور ورکړی، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې د تجهیزاتو او سرچینو له کمښت سره مخ دي خو بیا هم د ورکو شویو کسانو لټون ته دوام ورکوي.
د غزې د روغتیا وزارت عمومي رئیس، منیر البرش وویل چې د سېلابونو له امله شاوخوا ۳۵۰،۰۰۰ بې ځایه شوي فلسطینیان تر شنه اسمان لاندې شپې تېرولو ته اړ شوي دي. نوموړي دې فلسطیني سیمې ته د خېمو، د سرپناه د توکو او د بیارغونې د موادو د بېړني لېږدولو غوښتنه وکړه.
دا انځورونه د ژمي په رارسېدو سره په لنډمهاله (موقتي) کمپونو کې د فلسطیني کورنیو پر وړاندې مخ په زیاتېدونکې ستونزې او کړاوونه انځوروي.






















