د اوکراین د اردو د بې پیلوټه سیسټمونو د ځواکونو قوماندانۍ په خپله رسمي ټولنیزه پاڼه کې په یوې اعلامیه کې ویلي چې د روسیې د تش په نامه د پټو جنګي کښتیو د کاروان په ځینو کښتیو یې بریدونه کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا بریدونه په توره بحیره او د ازوف بحیره کې شوي دي او زیاتوي: "د بې پیلوټه سیسټمونو ځواکونو غړو، د شپې په اوږدو کې د دښمن ۱۴ کښتۍ ویشتلې دي."
په اعلامیه کې دا معلومات هم شریک شوي چې د جولای له ۶مې څخه تر ۱۳مې پورې د روسیې پر ۹۰ کښتیو بریدونه شوي شوي دي.
"د روسیې د پټو پوځي بیړیو ملاتړي ټانکرونه او (بار وړونکې) کښتۍ له منځه وړل، د نړیوالو بندیزونو د ماتولو لپاره د دې کښتیو کارول ستونزمن کوي او په تدریجي ډول د روسیې نظامي اقتصاد او د هغوی د ځواکونو د لوژستیکي ملاتړ وړتیاوې راکموي."
د بې پیلوټه سیسټمونو ځواکونو قوماندانۍ د یادو بریدونو اړوند ویډیويي انځورونه هم خپاره کړي دي.


















