د امریکا روان بریدونه د سه شنبې د بریدونو په پرتله پراخ ښکاري؛ واشنګټن وایي دا د روانې اونۍ په پیل کې پر سوداګریزو کښتیو باندې د ایران د بریدونو غچ اخیستنه ده.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ویلي چې امریکایي ځواکونو پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې، چې موخه یې د هرمز تنګي کې د کښتۍ چلولو ازادۍ ته د تهران د ګواښلو وړتیا نوره هم کمول دي.
سنتکام په اېکس (پخواني ټویټر) کې په یوه اعلامیه کې ویلي: "د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په لارښوونه، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو پر ایران اضافي بریدونه پیل کړي ترڅو په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلولو د ازادۍ په وړاندې د هغوی د ګواښلو وړتیا نوره هم له منځه یوسي."
په اعلامیه کې زیاته شوې: "متحده ایالات ایران په یوې حیاتي نړیوالې اوبلنۍ لار کې پر سوداګریزو کښتیو او ملکي عملې باندې د وروستیو غیر عادلانه تېریو مسؤل بولي."
په سویلي بندر کې د چاودنو راپورونه
په ورته وخت کې، د ایران نیمه دولتي "مهر" خبري اژانس خبر ورکړی چې د چهارشنبې په ماښام د ایران په سویلي ښار 'بندر عباس' کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د "فارس" نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران په سویلي ښار 'بوشهر' کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
بوشهر د ایران د اصلي اټومي برېښناکوټ (بټۍ) کور دی. د ایران "نور نیوز" چې د ملي امنیت له عالي شورا سره تړاو لري، ویلي چې د اټومي تاسیساتو دغه مرکز ته زیان نه دی رسېدلی.
دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، له ایران سره د جګړې پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوی تفاهم لیک "پای ته رسېدلی" دی او امریکا به "احتمالاً" د چهارشنبې په شپه بیا پر ایران برید وکړي.

















