د سوریې ولسمشر وويل چې د امریکا د پاتې بندیزونو لرې کول د اقتصادي بیارغونې په لور یو بنسټیز ګام دی.
د سوریې د ولسمشرۍ د دفتر د معلوماتو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې ولسمشر احمد الشرع د تلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې د سوریې د بیارغونې، اقتصادي سمون او سیمه ییز ثبات د ملاتړ پر هڅو خبرې وکړې.
الشرع ټرمپ ته وويل چې د امريکا د پاتې بنديزونو لرې کول به د سوريې د اقتصادي بيا رغونې او بيا جوړونې لپاره يو بنسټيز ګام وي.
د راپور له مخې، ټرمپ ټينګار وکړ چې د ثبات ساتل او د سوريې د بيا رغونې هڅو ملاتړ مهم دي، او زياته يې کړه چې د سيمه ييز امنيت د پياوړتيا لپاره بايد ډيپلوماسي او خبرې اترې لومړيتوب ولري، ترڅو د تاوتريخوالي د زياتیدو مخه ونيول شي.
دواړو مشرانو د سوریې د بیارغونې د ملاتړ لپاره د روانو هڅو په اړه بحث وکړ او د تلیفون په جریان کې یې د سیمه ییزو پرمختګونو بیاکتنه وکړه.






















