د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د سه شنبې په ورځ وویل چې هغوی د امریکا یوه MQ-9 بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده. هغوی ادعا وکړه چې یوه RQ- 4 بې پیلوټه الوتکه او یوه F-35 جنګي الوتکه هم د ایران هوايي حریم ته ننوتې وې خو بیرته شا تګ ته مجبورې شوې.
سپاه پاسداران د ایران د دولتي خبري اژانس "ایرنا" لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه الوتکې د خلیج په سیمه کې د ایران هوايي حریم ته داخلې شوې وې. یاد ځواک دا هم ویلي چې هغوی "د تېري کونکي امریکایي پوځ لخوا د اوربند هر ډول سرغړونې ته د ځواب ویلو" حق د ځان لپاره خوندي ساتي.
تر دې وړاندې د سه شنبې په ورځ، د ایران نیمه دولتي خبري اژانس "فارس" راپور ورکړی و چې امریکايي او اسرائیلي الوتکو د هرمز تنګي ته نږدې د لارک ټاپو په سویل کې پر ایراني کښتیو بریدونه کړي چې له امله یې "څو تنه ایراني اتباع" وژل شوي دي. دا ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
دا پرمختګونه د پاکستان په مشرۍ د هغو منځګړیتوب هڅو په ترڅ کې کېږي چې هدف یې د روانې جګړې پای ته رسول دي. دا جګړه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پیل شوې وه. د اپریل په ۸مه یو اوربند وشو چې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د نامعلوم وخت لپاره وغځول شو.
د ایران ستر مذهبي مشر: سیمه به نور د امریکایي اډو لپاره د ډال په توګه کار ونه کړي
په همدې حال کې، د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي د سه شنبې په ورځ په یوه لیکلي بیان کې چې دولتي تلویزیون خپور کړ، وویل چې د سیمې هېوادونه به نور د امریکا د اډو لپاره د سپر (ډال) رول ونه لوبوي.
مجتبی خامنه يي چې د تېر مارچ میاشتې راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی، د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي: "په دې اړه څه چې یقیني دي هغه دا دي چې د وخت لاسونه به شاته نه ګرځي، او د سیمې ملتونه او ځمکې به نور د امریکایي اډو لپاره د سپر په توګه خدمت ونه کړي."
هغه زیاته کړه چې متحده ایالات نه یوازې دا چې په سیمه کې د بریدونو او پوځي اډو د جوړولو لپاره نور خوندي ځای نه لري، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره له خپل پخواني موقف څخه نور هم لیرې کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تهران او واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې پر ډېرو مسایلو تفاهم ته رسېدلي، خو خبرداری یې ورکړی چې وروستۍ هوکړه لا نږدې نه ده. د دوشنبې په ورځ، د امریکا مرکزي قوماندې ویلي وو چې ځواکونو یې په سویلي ایران کې د توغندیو پر ځایونو او هغو کښتیو بریدونه کړي چې د ماینونو د ښخولو هڅه یې کوله.





















