نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
شهباز شریف د بیجینګ د سفر پر مهال، د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې ادارې په اړه د چین د نوښت ملاتړ وکړ
پاکستان د چین د "مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان" ملاتړ کوي.
شهباز شریف د بیجینګ د سفر پر مهال، د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې ادارې په اړه د چین د نوښت ملاتړ وکړ
پاکستان د چین د "مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان" ملاتړ کوي.

اسلام‌اباد د بیجینګ لخوا د وړاندیز شوي "د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان" تایید وکړ؛ دواړو هېوادونو چین ته د لومړي وزیر شهباز شریف د څلور ورځني سفر پر مهال د مصنوعي ځیرکتیا، کانونو، انرژۍ، امنیت او د سي پیک (CPEC 2.0) په پروژو کې د ژورې همکارۍ ژمنه وکړه.
د سه شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل شول چې پاکستان د چین د "مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ نړیوال سازمان" ملاتړ کوي. دا اعلامیه د چین هېواد ته د لومړي وزیر شهباز شریف د څلور ورځني رسمي سفر په پای کې خپره شوه، چېرته چې هغه له ولسمشر شي جین پینګ، لومړي وزیر لي چیانګ او نورو چینایي چارواکو سره وکتل.

په اعلامیه کې راغلي: "پاکستان د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ د نړیوال سازمان د جوړولو په اړه د چین د نوښت ملاتړ کوي او باور لري چې دا د ټولو لپاره او د خیر په موخه د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا د دودولو لپاره یو کوټلی ګام دی؛ پاکستان به له چین سره د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړیوالې ادارې او نړیوالې همکارۍ د پرمختګ لپاره کار وکړي."

د چین په ملاتړ دا نړیوال نوښت چې په ۲۰۲۵ کال کې پیل شوی، د مصنوعي ځیرکتیا د مدیریت لپاره یو نړیوال چوکاټ وړاندیز کوي چې پر سرحدونو اوږدو همکارۍ تمرکز لري.

د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د چین او پاکستان ترمنځ د "هر ډول حالاتو ستراتیژیکې همکارۍ ملګرتیا" پر ژورولو او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC 2.0) پر پرمختګ، چې نوې صنعتي سیمې، د کانونو سپړنه او د انرژۍ پروژې پکې شاملې دي، خپله ژمنه بیا تازه کړه. دوی همدا راز د کانونو، تېلو او ګازو د استخراج او د سیمه ییزو شرایطو سره سم د صنعتي زونونو پر جوړولو هوکړه وکړه.

چین او پاکستان وویل چې هغوی به په مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټل اقتصاد، علمي نوښت او د اکمالاتي زنځیر په امنیت کې همکاري زیاته کړي. همدا راز د کرنې په برخه کې د همکارۍ پر پراخولو هم خبرې وشوې، چې تر دې وړاندې ۱۰۰۰ تنه پاکستاني کرنیز تخنیکران په چین کې روزل شوي دي. بیجینګ ژمنه وکړه چې د پاکستان د کرنیز تولید او چینایي بازارونو ته د پاکستاني محصولاتو د لاسرسي په برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دواړو لورو پر امنیتي همکارۍ، د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پر همغږۍ او په پاکستان کې د چینایي کارکوونکو پر خوندیتوب ټینګار وکړ. په اعلامیه کې د فضا په برخه کې د همکارۍ د پراخولو پلانونه هم یاد شوي، چې په کې په چین کې پاکستاني ستورمزلو ته روزنه ورکول شامل دي.

 

وپلټۍ
امریکایي محکمې د محمود خلیل د حکم له بیا کتنې ډډه وکړه.
نړیوال بانک ویلي دي چې د ایران جګړې په درشل کې ۲۷ هېوادونه بحراني فنډونو ته د لاسرسي په لټه کې دي
د چین په شمال کې په د سکرو په یو کان کې چاودنې ستره فاجعه رامنځته کړې ده.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر وکړ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي