د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي او د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف قطر ته سفر کړی ترڅو د ۱۲ میلیارد ډالرو د لومړني قسط د ترلاسه کولو او د خنډونو د لیرې کولو په اړه خبرې وکړي.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس "تسنیم" د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې ایران له امریکا سره په یوې احتمالي هوکړه کې د ۱۲ میلیارد ډالرو کنګل شویو شتمنیو د خلاصولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې پاتې ۱۲ میلیارد ډالر باید د هوکړې له لاسلیک وروسته د ۶۰ ورځو په اوږدو کې انتقال شي.
تسنیم د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي، د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي او د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف د دوشنبې په ورځ قطر ته سفر کړی و، ترڅو "په لومړي پړاو کې ۱۲ میلیارد ډالرو ته د لاسرسي د تضمین او د شته خنډونو د لیرې کولو" په اړه خبرې وکړي.
یادې سرچینې وویل: "په سویلي کوریا او قطر کې د ایراني شتمنیو د خلاصون تېرو تجربو ته په کتو، د دې هوکړې د پلي کېدو پر پروسې په دقیقې څارنې ټینګار شوی ترڅو د پخوانیو ستونزو د تکرار مخه ونیول شي." سرچینې زیاته کړه چې د قالیباف د سفر هدف دغو پیسو ته د اسانه لاسرسي ډاډ ترلاسه کول وو.
د سرچینې په وینا، په قطر کې خبرې اترې "په عمومي ډول مثبتې وې او د پراخو مذاکراتو په برخه کې یې له پرمختګ سره مرسته کړې ده."
په سیمه کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې امریکا او اسرائیل د تېرې فبرورۍ په میاشت کې پر ایران بریدونه وکړل. تهران په ځواب کې پر اسرائیل او په خلیج کې د امریکا پر متحدینو بریدونه وکړل او د هرمز تنګی یې هم وتاړه.
د اپریل په ۸مه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند وشو چې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د نامعلوم وخت لپاره وغځول شو. د تېرې شنبې په ورځ ټرمپ وویل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ایران سره پر هوکړې "تر ډېره خبرې شوې" او یوازې وروستي کېدو ته پاتې ده.





















