نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د امریکا ۲۵۰مه کلیزه په "نشنل مال" کې د یوې لویې ولسي غونډې په ترڅ کې لمانځله.
ولسمشر، چې د خپلې کورنۍ له غړو او د ادارې له لوړ پوړو چارواکو سره یوځای و، په خپله وینا کې یې تر ډېره د امریکا پر تاریخ او ملي ویاړ ټینګار وکړ.
ټرمپ د امریکا ۲۵۰مه کلیزه په "نشنل مال" کې د یوې لویې ولسي غونډې په ترڅ کې لمانځله.
ټرمپ


ټرمپ په واشنګټن کې د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د نمانځلو لپاره یو لوی ملي جشن جوړ کړ.

په ۱۷۷۶ کال کې د خپلواکۍ د اعلامیې له لاسلیک کېدو راهیسې د دوه نیمو پیړیو د تېرېدو په مناسبت په دغه مهم تاریخي پړاو کې، پوځي الوتنې، د ځمکنیو او سمندري ځواکونو د ټیمونو پراشوټي نندارې او هغه څه شامل وو چې تنظیم کونکو د نړۍ په تاریخ کې د اورلوبو (آتش بازۍ) ترټولو لویه ننداره وبلله.

ولسمشر، چې د خپلې کورنۍ له غړو او د ادارې له لوړ پوړو چارواکو سره یوځای و، په خپله وینا کې یې تر ډېره د امریکا پر تاریخ او ملي ویاړ ټینګار وکړ.

ټرمپ وویل: "د ۲۵۰ کلونو راهیسې، متحده ایالات د نړۍ د ټولو ملتونو ترمنځ د هیلې، ژمنې، رڼا او دبدبې سرچینه ده. په ټوله نړۍ کې خلک هڅه کوي چې زموږ په څېر شي. هیڅوک زموږ په څېر کېدای نشي. او د خدای په مرسته، موږ به تل همداسې پاتې شو او یا به لا نور هم ښه شو."

موږ به انتظار وکړو

د ټرمپ وینا وروسته له هغه ترسره شوه چې سختو تندرونو او توپان په "نشنل مال" کې د ګډونوالو د لنډمهاله تخلیې او د ماښامنۍ وینا د ځنډېدو لامل شو.

ټرمپ په "ټروت سوشل" (Truth Social) کې په یو پیغام کې وویل، سره له دې چې هوا خرابه ده خو خپله وینا به کوي؛ هغه زیاته کړه چې تنظیم کونکي د توپان د تېرېدو انتظار کوي او احتمال لري وینا د ځايي وخت له مخې د شپې په ۱۱ بجو ترسره شي.

هغه وویل: "موږ به انتظار وکړو، که د سهار ۲ بجې وي او که یو ساعت وروسته وي، پروا نه کوي. داسې ښکاري چې توپان به تېر شي، دا تل تېرېږي. په هر حالت کې به زه هلته لاړ شم. اجازه به ورنکړم چې باران زموږ د ۲۵۰مې کلیزې مراسم ودروي."

 

وپلټۍ
قطر: په دوحه کې د امریکا او ایران غیر مستقیمې خبرې په مثبت پرمختګ سره پای ته ورسېدې
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې پر کییف د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي
اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د فلسطین د فوټبال  لوبډلې ګول کیپر سلیم الاشقر وواژه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې دفاعي صادرات ۱۱ میلیاردو ډالرو ته نږدې شول؛ پر ناټو متحدینو پلور زیات شوی
قطر او امریکا په دوحه کې د ایران او لبنان په اړه ډیپلوماتیکې هڅې پر مخ وړي
اسرائیلو الخلیل په ۱۰۶ اوسپنیزو دروازو بند کړی او غواړي پر ابراهیمي جومات بشپړ کنټرول ولري .
فرانسې د ولسمشر ماکرون د ځای ناستي د ټاکلو په خاطر د ولسمشریزو ټاکنو مهالویش اعلان کړ.
جي ډي ونس: د دوحې د خبرو په اړه د ایران انکار یو 'فارسي مذاکراتي تاکتیک' دی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
افغانستان د پاکستان په خاوره کې د داعش پر مرکزونو د بریدونو ادعا کړې خو پاکستان بیا دا ادعا ردوي
د ناټو پارلماني پلاوي د انقرې سرمشریزې مخکې د تورکیې د ډرون ستر شرکت بایکار (Baykar) څخه لیدنه وکړه.
روسیه وایي تر ۴۰۰ ډېر اوکرایني ډرون یې راغورځولي؛ مسکو ته څېرمه یو ماشوم وژل شوی
د سټلایټ ډیټا له مخې؛ په وینزویلا کې زلزلې تر ۵۸،۰۰۰ ډېرې ودانۍ ویجاړې کړې یا یې زیانمنې کړې دي
په بیجینګ کې له خونړۍ پېښې وروسته، په چین کې د سپکو الوتکو پر الوتنو محدودیتونه ولګول شول