د بریتانیا میشته فاننشیل ټایمز (Financial Times) ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې چین د تېرې اونۍ له پېښې وروسته، د خصوصي هوايي چلند پر چلوونکو د سپکو ثابتو وزرونو لرونکو (light fixed-wing) الوتکو د الوتنې محدودیتونه لګولي دي.
تېره جمعه کله چې یوې الوتکې د بیجینګ تر ټولو لوړې ودانۍ CITIC ټاور سره، چې په "چاینا زون" هم مشهوره ده، ټکر وکړ، پیلوټ ووژل شو او ۱۳ نور کسان ټپیان شول.
راپور د کوچنیو څرخي الوتکو د درېیو چلوونکو او د ګلایډر د یوې کمپنۍ په حواله ویلي چې د دغې پېښې له امله د هغوی الوتنې ځنډول شوې دي. په راپور کې زیاته شوې چې په ټول هېواد کې د تفریحي الوتنو د کنټرول په موخه، د سکای ډایوینګ (skydiving) او پاراګلایډینګ (paragliding) خدمتونه هم درول شوي دي.
د فایننشیل ټایمز په خبره، د دې محدودیتونو د پای ته رسېدو لپاره تر اوسه کومه نېټه نه ده اعلان شوې.
په دغه پېښه کې ښکېله الوتکه په کور دننه تولید شوې "سنوارډ اورورا" وه، چې د دوو کسانو ځای لرونکې سپکه سپورتي الوتکه ده.
له سیمې څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له ۵۲۸ متره جګې ودانۍ څخه د ټکر له امله د ودانۍ او الوتکې ټوټې راغورځېږي، او د الوتکې د لکۍ برخه پر ځمکه لیدل کېږي. د پیکینګ ځايي چارواکو ویلي چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
د الوتنو د تعقیب ویبپاڼې (Flightradar24) د مالوماتو له مخې، له دغې پېښې وروسته د شنبې په ورځ په چین کې د سوداګریزو او کارګو الوتنو پرته نور ټول هوايي فعالیتونه په خورا چټکۍ سره کم شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال په پیل کې، په پیکینګ کې چارواکو نوي قوانین وضع کړي وو چې د پلازمینې په ډېری برخو کې یې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) پر الوتنو بندیز لګولی و.























