نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیه وایي تر ۴۰۰ ډېر اوکرایني ډرون یې راغورځولي؛ مسکو ته څېرمه یو ماشوم وژل شوی
اوکراین په وروستیو میاشتو کې پر روسیې د لیرې واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي، چې په ځانګړي ډول د روسیې د انرژۍ بنسټونه په نښه کوي.
روسیه وایي تر ۴۰۰ ډېر اوکرایني ډرون یې راغورځولي؛ مسکو ته څېرمه یو ماشوم وژل شوی
روسیه وایي تر ۴۰۰ ډېر اوکرایني ډرون یې راغورځولي؛ مسکو ته څېرمه یو ماشوم وژل شوی

روسیې د سه شنبې په ورځ وویل چې تېره شپه یې په ټول هېواد کې ۴۱۹ اوکرایني ډرون الوتکې راغورځولي دي، چې په دې کې د مسکو سیمه هم شامله ده؛ هلته چارواکو تایید کړې چې یو شپږ میاشتنی ماشوم وژل شوی دی.

کیف په وروستیو میاشتو کې د روسیې په خاوره کې د لیرې واټن ډرون بریدونو لړۍ چټکه کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د مسکو پراخ یرغل نږدې څلور نیم کلونو ته غځېدلی دی.

کیف په ځانګړي ډول د روسیې د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي ترڅو د کرملین د عوایدو هغه حیاتي سرچینه زیانمنه کړي چې د جګړې د لګښتونو لپاره ترې ګټه اخلي.

د روسیې دفاع وزارت په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي چې د هوايي دفاع سیسټمونو په ټول هېواد کې "د ۴۱۹ اوکرایني ثابت وزر لرونکو بې پیلوټه الوتکو مخه نیولې او له منځه یې وړي دي."

د مسکو سیمې والي، اندري ووروبیوف وروسته وویل چې ډرون الوتکو د مسکو په سویل لویدیځ کې د "یګوریفسک" (Yevgoryevsk) په کلي کې پر یوه "شخصي کور" برید کړی دی. هغه پر ټیلیګرام ولیکل: "له بده مرغه، یو شپږ میاشتنی ماشوم روغتون ته پر لاره ساه ورکړه." نوموړي زیاته کړه چې دوه لویان او یو بل ماشوم په روغتون کې بستر شوي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین مخکې ویلي وو چې هوايي دفاع د دوشنبې له ماښام راهیسې ۶۱ "دښمن ډرون" چې پلازمینه یې په نښه کړې وه، راغورځولي دي.

د ډرون الوتکو دا برید څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې روسیې د تېرې پنجشنبې او جمعې ترمنځ ۶۶۰ اوکرایني ډرون الوتکې راغورځولې وې، چې دا د جګړې له پیل راهیسې یو له تر ټولو لوړو شمېرو څخه وه. د اوکراین یو برید تېره اونۍ د مسکو په سویل ختیځ کې د تیلو په یوه چاڼځای کې د اور لګېدو لامل هم شوی و.

 

وپلټۍ
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر امنیتي ځواکونو په ترهګریز برید کې درې تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ
اسرائیلو په غزه کې د بې ځایه شویو  پر خیمو بریدونو کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان کړل
ایران پر بحرین او کویټ د بریدونو ادعا وکړه او له امریکا سره یې د خبرو اترو د درولو ګواښ وکړ
امریکایي ځواکونو په ایران کې پر څو هدفونو تازه بریدونه کړي دي
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول
بورکینافاسو له فرانسې سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې
تورکیه او کاناډا وایي په انقره کې د ناټو د سرمشریزې دمخه د اړیکو په پیاوړتیا کار کوي
په وینزویلا کې د غبرګو زلزلو له امله د مړو شمېر ۹۰۰ څخه واوښت؛ د ژغورنې عملیات لا هم روان دي
لبنان، اسرائیل او امریکا د سولې د هوکړې لپاره یو تاریخي چوکاټ لاسلیک کړ
په لاس انجلس کې د "ترکش وایب زون" تورکیې فرهنګي زون زرګونه نندارچیان راجلب کړل
ایران د خپلو ګاونډیو له فضا څخه د اسرائیلو د نظامي الوتنو د کارولو په اړه خبرداری ورکړ
ناټو په تورکیه کې یوې متحدې جبهې د جوړولو په لټه کې ده؛دفاعي لګښتونه او اوکراین د اجنډا په سر کې دي
تورکیې نړیوال جام د"ډي" ګروپ په وروستۍ لوبه کې امریکا متحده ایالاتو ته ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړه
سویلي کوریا د اوکراین او ایران د جګړو له درسونو وروسته د ۵۰۰،۰۰۰ 'ډرون جنګیالیو' د روزلو پلان لري
د روسیې دفاع وزارت  تیره شپه  د ۶۶۰ اوکرایني ډرون الوتکو د ویشتلو نه خبر ورکړی دی .