تهران هوډ ښودلی که امریکا یې پر حیاتي بنسټونو برید وکړي، په ټوله خلیج سیمه کې به ځوابي بریدونه وکړي؛ دا په داسې حال کې ده چې جګړه په شدت سره روانه ده او د انرژۍ د نړیوالو لارو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
ایران ویلي چې د هرمز تنګی دوې لپاره "سرې کرښه" ده او خبرداری یې ورکړی چې که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ عملي کړي، دوی به په ټوله خلیج سیمه کې ټول تاسیسات په نښه کړي.
امریکا د چهارشنبې په ورځ د پنځمې شپې لپاره بریدونه وکړل او د ایران د بندرونو سمندري محاصره یې بیا پیل کړه. واشنګټن وايي دا کار د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په موخه کوي، چې ایران تېره شنبه د اوربند له ماتېدو وروسته تړلی و.
د چهارشنبې شپې له لومړنیو بریدونو وروسته، د تهران لوړپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف په یوه بیان کې وویل: "موږ له امریکا سره په یوه حیاتي او د بقا په جګړه کې یو."
د ایران د پوځ ویاند برید جنرال محمد اکرمينیا د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی، چې تر جګړې وړاندې د نړۍ د تېلو او ګازو پنځمه برخه ترې تېرېدله، د ایران لپاره "سرې کرښه" ده او پرې کلک کنټرول لري.
اکرمينیا وویل: "امریکایانو فکر کاوه چې زموږ د هېواد په سویلي ساحلونو کې د ځینو اډو په ویشتلو سره به د دغه ستراتیژیک تنګي کنټرول ترلاسه کړي. خو د ایران اسلامي جمهوریت دا وړتیا لري چې د خپلې خاورې له هرې نقطې پر هرمز تنګي کنټرول ولري او دا چاره هیڅکله یوازې په ساحلونو او ټاپوګانو پورې تړلې نه ده."
دریو امریکایي چارواکو رویټرز ته ویلي چې د تنګي د پرانیستلو په موخه د امریکا بریدونه هغه ایراني پوځي وړتیاوې هم په نښه کوي چې امریکا غواړي د لا پېچلو عملیاتو تر ترسره کولو وړاندې یې له منځه یوسي.
د ایران پوځ وړاندې د دغه تنګي په اړه ویلي وو: "موږ به بې له شکه تر پایه مقاومت وکړو او په سیمه کې به د امریکا مداخلې بې اغېزې کړو."
د ایران پوځي ویاند ویلي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو یوازنۍ لار دا ده چې امریکا د تېر جون میاشتې له هغې ۱۴ ماده ییزې هوکړې سره سم عمل وکړي چې دواړو لورو لاسلیک کړې وه، او په تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ په اړه د "ایران قوانین" ومني.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ ګواښ وکړ که تهران مذاکراتو ته نه راستنیږي، نو په راتلونکې اونۍ کې به د ایران د برېښنا پر کارخونو او پلونو بریدونه وکړي.
اکرمينیا وویل که ټرمپ دا ګواښ عملي کړي، د ایران وسله وال ځواکونه به په سیمه کې "ټول پاتې بنسټیز تاسیسات" په نښه کړي او د دوی ځواب به د پخوانیو بریدونو په پرتله ډېر سخت، پراخ او ویجاړونکی وي.
ایران د پنجشنبې په ورځ وویل چې په کویټ او اردن کې یې د امریکا اډې په نښه کړې دي او خپلو ګاونډیانو ته یې خبرداری ورکړ چې امریکا ته د بریدونو اجازه ورکول به بې ځوابه پاتې نشي.
د ایران پوځ په یوه بیان کې ویلي: "زموږ ګاونډیان باید پوه شي چې امریکایانو ته د اډې ورکول او هغوی ته اجازه ورکول چې د ایران پر خاوره بریدونه وکړي، د منلو وړ نه دي او بې ځوابه به پاتې نشي."
د پنجشنبې تر سهاره، په بحرین کې د خطر زنګونه واورېدل شول او کویټ وویل چې د "دښمنو ډرون الوتکو له ګواښونو" سره مقابله کوي.
د ایران پوځ وویل چې په اردن کې یې د 'الازرق' هوايي اډه په بالستیک توغندیو وویشتله، په داسې حال کې چې سپاه پاسداران وویل چې په کویټ کې یې د 'علي السالم' اډې د سپوږمکۍ مخابراتي مرکز او د لومړني خبرداري رادار، او همدارنګه په 'الشعیبه' سیمه کې د امریکا یوه پوځي لنگرګاه له منځه وړي دي.
د بحرین دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټم یو شمېر ایراني بریدونه چې دغه پاچاهي یې په نښه کړې وه، شنډ کړي دي.
د تاوتریخوالي وروستۍ کچه او د ایران له لوري د سیمې د انرژۍ د صادراتو د بندولو او بنسټیزو تاسیساتو د ویشتلو ګواښونه، په سیمه کې د یوې بشپړې جګړې وېره بیا راژوندۍ کوي.





















