په خلیج کې د امریکا او ایران ترمنځ د تازه بریدونو او پر کښتیو د بریدونو له امله په دې ستراتیژیکه اوبلاره کې د کښتیو تګ راتګ کم شوی او امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.
د کښتیو د تګ راتګ د معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ورځ د هرمز له تنګي څخه د تېرېدونکو کښتیو شمېر په تېرو پنځو اونیو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی دی. دا کموالی وروسته له هغه راغلی چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ دوه اړخیزو بریدونو او پر کښتیو بریدونو امنیتي اندېښنې زیاتې کړې.
د کپلرد معلوماتو پر بنسټ، د یکشنبې په ورځ یوازې شپږو کښتیو له دغه تنګي څخه تګ راتګ کړی دی. له تنګي څخه په وتلو کښتیو کې د "Humanity" په نوم د تیلو یوه لویه کښتۍ وه چې دوه میلیونه بیرله ایراني تیل یې لېږدول، او بله د "Capetan Andreas" په نوم کښتۍ وه چې شاوخوا ۵۰۰,۰۰۰ بیرله د کویټ د تېلو محصولات یې انتقالول. درې خالي کښتۍ خلیج ته د تېلو د بارولو لپاره ننوځي، په داسې حال کې چې ډېری کښتیو له تنګي څخه د تېرېدو پر مهال خپل سګنالونه بند کړي وو.
د کښتیو د څار معلومات ښيي چې د رخصتیو په ورځو کې د مایع طبیعي ګازو هېڅ کښتۍ تنګي ته د ننوتو په حال کې نه ده لیدل شوې. د کپلر ارقام دا هم ښيي چې د جولای له ۱۰مې تر ۱۲مې پورې د ابوظبۍ د ملي تېلو شرکت پورې تړلې یوازې یوې کښتۍ له تنګي څخه وتلې ده چې د هند د 'داهج' بندر په لور روانه وه.
د امریکا مرکزي قوماندانی (سېنټکام) ویلي چې ځواکونو یې د یکشنبې په ورځ پر ایران یو ځل بیا بریدونه کړي او په لسګونو ځایونه یې په دقیقو وسلو په نښه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی لا هم د سوداګریزو کښتیو پر مخ خلاص دی. خو تر دې وړاندې ایران ادعا کړې وه چې دا اوبلاره یې تړلې ده او ویلي یې وو چې یوه کښتۍ یې ځکه ویشتلې چې په غیرمجاز لاره روانه وه.
د ایران سپاه پاسداران د دوشنبې په ورځ وویل چې سمندري ځواکونو یې د شپې لخوا په هرمز تنګي کې دوه کښتۍ د هغوی د سیستمونو په بندولو سره درولې دي. په دې اعلامیه کې د دغو کښتیو نومونه نه دي یاد شوي.




















