د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا له پېښې څخه پوره لس کاله تېر شول.
که څه هم داسې ښکاري چې هر څه په یوه ورځ کې وشول، خو په اصل کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د کودتا په خاطر خپله طرحه ډېر پخوا جوړه کړې وه. که څه هم دغه سازمان خپل شتون د مذهبي ارزښتونو، اړمنو کسانو سره د مرستې او تعلیمي ملاتړ تر پردې لاندې ښودلو، خو اصلي موخه یې د هیواد د واک ترلاسه کول وو.
هغه سازمان چې خپلې اصلي موخې ته ونه رسېد، د فتنې لومړۍ لمبه یې د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته ولګوله. د جولای تر ۱۵مې پورې د کودتا د لارې هوارولو کار پوره ۸ میاشتې روان و.
د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په بیروکراسۍ کې پر خپل نفوذ ډېر باور درلود. دوی غوښتل له دغه ځواک څخه په ګټې اخیستنې سیاست ته ننوځي او د هیواد په اداره کې د تل لپاره پاتې شي. دوی د "واک ته د رسېدو لپاره هر څه روا دي" په شعار سره ډېرې سیاسي عملیې ترسره کړې.
خو کله چې سازمان ولیدل چې سیاست ته د دوی د نفوذ هڅو د نوامبر په عمومي ټاکنو کې مطلوبله پایله ورنه کړه، پرېکړه یې وکړه چې خپل بل پلان عملي کړي. د سازمان مشر فتح الله ګولن هماغه ورځ د "کودتا" پرېکړه وکړه.
د کودتا ډله جوړه شوه
کله چې فتح الله ګولن ترهګریز سازمان ولیدل چې په بیروکراسۍ کې د دوی ځواک په عمومي ټاکنو کې کومه ګټه ونه کړه، نو "ب" (B) پلان یې پیل کړ. د سازمان د مشر په لارښوونه د کودتا تیاری پیل شوه.
د عادل اوکسوز او کمال باتماز ترڅنګ، ځینې لوړپوړي افسران لکه هاکان کاراکوش څو ځله په امریکا کې د پنسلوانیا فارم ته لاړل او هلته یې د کودتا په ناستو کې ګډون وکړ. په انقره، استانبول او پنسلوانیا کې ټولټال ۲۳ لوړپوړې د کودتا ناستې تثبیت شوې دي.
ناکامې کودتا ته ګام په ګام نږدې کېدل
لومړۍ ناسته د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۱۴-۱۵ په پنسلوانیا کې وشوه. د عادل اوکسوز له سفر وروسته، یوه نظامي شورا (جنټا) جوړه شوه چې پکې کمال باتماز، هاکان چیچک، نورالدین اوروچ، هارون بینیش او اوزجان ایتولونر شامل وو.
د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر له ۲۷مې تر ۳۱مې پورې په انقره کې له رتبه لرونکو افسرانو سره لومړۍ ناسته وشوه. سمدستي وروسته عادل اوکسوز او کمال باتماز د ناستې د راپور ورکولو لپاره پنسلوانیا ته لاړل.
د ۲۰۱۶ کال له جنوري څخه تر مارچ پورې د ناستو لړۍ روانه وه. د جنوري په ۹مه، ۱۶مه، ۳۰مه، د فبروري په ۲۰مه، ۲۹مه او د مارچ په ۱۴مه په انقره کې له پوځي افسرانو سره پرله پسې ناستې وشوې. د دې ټولو ناستو راپورونه به هم پنسلوانیا ته لېږدول کېدل.
د جولای تر ۱۵مې پورې د کودتا د ډلې او فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غړو ترمنځ ناستې پرته له ځنډه روانې وې. د مارچ په ۳۰مه، د مۍ په ۵مه او ۲۷مه، او د جون په ۴مه او ۱۵مه په انقره کې د کودتا د پلان جوړولو لپاره ناستو دوام وموند.
د ۲۰۱۶ کال د جون له ۲۰مې تر ۲۵مې پورې د ناستو تنظیموونکي عادل اوکسوز، کمال باتماز او نورالدین اوروچ پنسلوانیا ته لاړل او هلته یې وروستي مهم لارښوونې ترلاسه کړې او بېرته ترکیې ته راستانه شول.
په انقره کې وروستي بدلونونه
د عادل اوکسوز په مشرۍ په انقره کې څلور ورځې پرله پسې له پوځي افسرانو سره ناستې وشوې. د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۶، ۷، ۸ او ۹مه نېټه په هغه ویلا کې چې دوی پکې راټولېدل، د جولای د ۱۵مې لپاره هر ګام وټاکل شو او وروستۍ پرېکړې وشوې.
اوس د جولای ۱۵مې ته یوازې څو ورځې پاتې وې. سازمان په بې ساري سرعت سره د کودتا لپاره تیاری نیوه.
عادل اوکسوز او کمال باتماز د جولای په ۱۲مه د وروستي ځل لپاره پنسلوانیا ته لاړل ترڅو له ګولن سره وګوري. په هغه فارم کې چې د سازمان مرکزي دفتر و، وروستۍ ارزونې وشوې او لارښوونې واخیستل شوې. دوی دواړه سمدستي استانبول ته راستانه شول.
د جولای له ۱۲مې تر ۱۵مې پورې په انقره او استانبول کې د دننه همغږي روانه وه. په مالټیپې قلعه، د هوايي ځواک په پوهنتون او اکاډمۍ کې له کودتاچي افسرانو سره وروستۍ ناستې وشوې. که څه هم د ډېرو جنرالانو دندې هلته نه وې، خو په هغه ورځ ګڼ شمېر کودتاچي افسران په هوايي پوهنتون کې راټول شوي وو.
د جولای په ۱۴مه، د کودتا کلیدي ملکي غړي انقرې ته لاړل. د جولای د ۱۵مې لپاره هر څه چمتو وو.
خو یوازینی شی چې کودتاچیانو یې فکر نه و کړی؛ هغه د تورکیې د خلکو مقاومت و چې د خپلې ملي ارادې لپاره یې تر پایه وښود.






















