په ډاګه شوه چې دا د فتح الله ګولن ترهګرې ډلې د غړو لپاره د اړیکو یوه اصلي او کوډ شوې (کريپټو) شبکه وه، چې د کودتا د هڅې او نورو پلانونو لپاره یې کاروله. دغې ډلې خپل ټول پټ فعالیتونه د همدې پیغام رسونې اپلیکیشن له لارې تنظیمول.
د فوري پیغام رسونې اپلیکیشن؛ بای لاک (Bylock). ټول تورکیه په دې پروګرام د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵مې له ناکامې کودتا وروسته خبره شوه.
معلومه شوه چې دا د فتح الله ګولن ترهګرې ډلې د غړو لپاره د اړیکو یوه اصلي او کوډ شوې شبکه وه، چې د کودتا د هڅې او نورو پلانونو لپاره یې کاروله. یادې ډلې خپل ټول پټ فعالیتونه د همدې اپلیکیشن له لارې ترسره کول.
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د بای لاک له پېژندلو وروسته تر ټولو په زړه پورې خبره په دې اپلیکیشن کې د فتح الله ګولن ترهګري سازمان غړو ته ورکړل شوې د پېژندنې شمېرې وې. معلومه شوه چې د ډلې غړي په اپلیکیشن کې په خپلو نومونو نه، بلکې په ځانګړو شمېرو ثبت شوي وو. دا شمېرې چې له یو (۱) څخه پیل کېدې، په ډله کې د اشخاصو اهمیت، رتبه او د کار تجربه ښودله. په څېړنو کې دا هم معلومه شوه چې د ټولو پېژندنې شمېرو (IDs) شمېر له ۲۱۵ زرو څخه زیات و.
د فتح الله ګولن ترهګري سازمان تر ټولو مهم کسان په لومړیو زرو شمېرو کې
کله چې د بای لاک پېژندنې شمېرې وڅېړل شوې، نو معلومه شوه چې په پیل کې دا اپلیکیشن د ډلې د خورا پټو غړو، لوړپوړو چارواکو او مهمو کسانو ترمنځ کارول کېده. ډلې وروسته بیا د دې اپلیکیشن کارول عامو غړو ته هم اجازه ورکړه.
د بای لاک په لومړیو ۱۰۰ مهمو شمېرو کې یو نوم د پولیسو پخوانی مشر ایرول دمیرخان دی، چې د استخباراتو پر ضد د توطیې په قضیه کې هم بندي دی؛ د هغه ID شمېره ۲۷ ده.
د دمیرخان سمدستي وروسته ۲۸مه شمېره د انقرې د امنیې قوماندانۍ د پخواني مرستیال او د ددې ترهګري سازمان غړي اوغوز کیریمیتچي (ده.
بله د پام وړ شمېره ۴۰ ده، چې په لومړیو ۱۰۰ کسانو کې راځي او د سرکان شاهان ده. شاهان د ارمني خبریال هیرانت ډینک د وژنې د قضیې یو له تورنو کسانو څخه دی.
د ۴۳مې ID شمېرې لرونکی چنګیز اوزکان دی. اوزکان هغه څوک دی چې د روسیې د سفیر کارلوف د وژنې پلان جوړونکی جمال کارااتا ورسره تړاو درلود.
بل پېژندل شوی نوم محمد یاشا دی چې په امریکا کې د فتح الله ګولن ترهګري سازمان مسؤل یا "امام" ګڼل کېږي او د ۴۹مې ID شمېرې لرونکی دی. محمد یاشا د هغو کسانو څخه دی چې د دې ترهګري سازمان غړو ۳۰ میلیونه ډالر یې په اتلانتا کې د "سټار چین" په نوم شرکت کې ضایع کړي وو.
جوهري ګیوین هم د مهمو شمېرو په ډله کې دی
د بای لاک ID شمېرې په ډله کې د کسانو "ارزښت" په روښانه ډول څرګندوي. فراري خبریال جوهري ګون چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان سره په وفاداري مشهور دی، هم یو له دغو کسانو څخه دی. که څه هم ګون په لومړیو زرو کسانو کې نه دی، خو د دې ډلې په خبریالانو کې په لومړي سر کې ځای لري.
ګون، چې د فتو ترهګرې ډلې د "ګوبلز" (د هټلر د تبلیغاتو وزیر ته ورته) په نوم هم پېژندل کېږي، د پېژندنې شمېره یې ۳۳۲۰ ده. دا شمېره ښيي چې فراري خبریال ګون د فتو پورې تړلو نورو خبریالانو په پرتله د دې ډلې لپاره څومره مهم او ارزښتناک دی.


















