نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په فرانسه کې په یو بل مهم او تاریخي موزیم کې د غلا ټکان ورکوونکې پېښه
په راپور کې ویل شوي چې څو تنو مخ پټو غلو یوه دروازه په زور خلاصه کړې، شپږ ویترینونه یې مات کړي او ۲۰ دانې کرسټالي ګاڼې یې اخیستي او تښتېدلي دي.
په فرانسه کې په یو بل مهم او تاریخي موزیم کې د غلا ټکان ورکوونکې پېښه
په فرانسه کې په یو بل مهم او تاریخي موزیم کې د غلا ټکان ورکوونکې پېښه


د فرانسوي قیمتي ښیښو جوړوونکي شرکت "لالیک" (Lalique) پر موزیم له غلا وروسته، څېړونکي پر دې کار کوي چې شکمنو کسانو څنګه امنیتي تدابیر مات کړي او ۲۰ قلمه اثار یې تښتولي دي.
د فرانسوي ورځپاڼې "لو پاریزین" (Le Parisien) د راپور له مخې، چې د څېړنو اړوندو سرچینو په حواله یې ورکړی، د فرانسې په شمال ختیځ کې د وینګن-سور-مودر (Wingen-sur-Moder) ښار په "لالیک" موزیم کې د یکشنبې په سهار غلا شوې ده چې په کې د نږدې ۴ میلیونه یورو  په ارزښت ګاڼې غلا شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې څو تنو مخ پټو غلو یوه دروازه په زور خلاصه کړې، شپږ ویترینونه یې مات کړي او ۲۰ دانې کرسټالي ګاڼې یې اخیستي او تښتېدلي دي.

د خبر په دوام کې راغلي چې د چارواکو لخوا د زیانونو د ارزونې او د امنیتي تدابیرو د ټینګښت لپاره به دا موزیم په راتلونکو څو ورځو کې تړلی وي.

موزیم پر اېکس (X) ټولنیزه شبکه په یوې بیانیه کې ویلي: "ژاندرم (پولیس) سیمې ته رسېدلي او څېړنې به په خپل عادي ډول پرمخ ولاړې شي."

د وینګن-سور-مودر ښاروال، کریسټین ډورشینر سیمه ییزې ورځپاڼې ته په خپلو خبرو کې ویلي، ګومان کیږي چې غلو "ښه معلومات" لرل ځکه چې دوی نیغ په نیغه د ګاڼو ټولګې (کالکشن) ته تللي وو.

ښاروال زیاته کړه چې د موزیم د خطر زنګ (الارم) سیستم سم کار کاوه، خو امنیتي شرکت پولیسو ته په سمدستي خبر ورکولو کې ځنډ کړی دی.

چارواکي دا مهال د امنیتي کمرو ویډیوګانې ګوري او د قضیې پلټنه د "با-رین" (Bas-Rhin) سیمې د ژاندرم جنايي څېړنو څانګې ته سپارل شوې ده.

لو پاریزین ورځپاڼې لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د "لوور" (Louvre) په موزیم کې د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د تاریخي اثارو له سترې غلا وروسته، دغه موزیم (لالیک) د "بې دفاع او زیانمنوونکو ځایونو" په لېست کې شامل شوی و او تر "ځانګړې څارنې" لاندې ساتل کېده.

 

وپلټۍ
د تورکیې د ولسمشر مرستیال یلماز د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل
په فرانسه کې د جون میاشتې د تودوخې څپې له امله په یوه اونۍ کې تر ۲۰۰۰ "اضافي مړینې" ثبت شوې دي
پاکستان کې د یو مسافر وړونکي بس د سړک نه لاندې یوې درې  ته لوېدو له امله  ۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی
ډېر وخت کېناستل له سرطان څخه د مړینې خطر زیاتوي
په پاکستان کې د دوو کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
امریکا ایران ته د احتمالي ترورونو په اړه خبرداری ورکړی
د ایران د ترور شوي ستر رهبر علي خامنه يي جنازه د مخه ښې مراسمو لپاره تهران ته ورسېده
د قطر امیر د سوریې له ولسمشر سره د امریکا او ایران د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې
ماشومانو د ساتنې اداره: په غزه کې د اسرائیلو د ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې له امله  ۲۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي
لبنان: له اسرائیلو سره د امریکا په ملاتړ جوړ شوی چوکاټ د مذاکراتو نقشه ده، نه د سولې تړون
قطر: په دوحه کې د امریکا او ایران غیر مستقیمې خبرې په مثبت پرمختګ سره پای ته ورسېدې
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې پر کییف د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي
اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د فلسطین د فوټبال  لوبډلې ګول کیپر سلیم الاشقر وواژه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې دفاعي صادرات ۱۱ میلیاردو ډالرو ته نږدې شول؛ پر ناټو متحدینو پلور زیات شوی