دواړو مشرانو پر سیمه ییزې همغږۍ او ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ؛ دا په داسې حال کې ده چې دوحه د پاکستان په ملګرتیا د امریکا او ایران د خبرو ملاتړ کوي.
د قطر دولتي خبري اژانس (QNA) د راپور له مخې، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د سوریې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د سیمه ییزو پرمختګونو او د امریکا او ایران د روانو مذاکراتو په اړه بحث وکړ.
راپور زیاتوي چې دواړو مشرانو دوه اړخیزې اړیکې وڅېړلې او د خپلو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
دوی د سیمې د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل، په ځانګړي ډول د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهم لیک په رڼا کې د مذاکراتو د پرمختګ او د سیمه ییز امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو بحث وشو.
شیخ تمیم د سیمې د هېوادونو ترمنځ د دوامداره همغږۍ او مشورې پر اهمیت ټینګار وکړ او د تاوتریخوالي د کمولو او ثبات د ساتلو لپاره یې د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ څرګند کړ.
تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ، شیخ تمیم په دوحه کې له امریکایي استازو "سټیو ویټکوف" او "جیرډ کوشنر" سره په لیدنه کې ویلي و چې قطر به د پاکستان په ملګرتیا، د یوې "جامع او تلپاتې" حل لارې په موخه د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ایران او متحده ایالاتو د جون په ۱۸مه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې په هغه کې اوربند، پر ایران د متحده ایالاتو د سمندري بندیزونو لیرې کول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل شامل دي. د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي مذاکرات د جون په ۲۱مه په سویس کې د قطر او پاکستان په ګډ منځګړیتوب پیل شول ترڅو د یادې هوکړې د پلي کېدو لپاره لاره هواره شي.






















