جودت یلماز د پلازمینې تهران په 'سعد آباد' ماڼۍ کې له پزشکیان سره وکتل.
د تورکیې د ولسمشر مرستیال جودت یلماز، چې د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه يي د جنازې په دولتي مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی، له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د خپلې کتنې په اړه پر خپله اېکس (X) پاڼه یو مطلب خپور کړ.
یلماز په خپل پيغام کې وویل: "موږ د ورور هېواد ایران د خلکو له هغو دردونو سره له زړه څخه ځان شریک ګڼو چې په تېره موده کې ورسره مخ شوي دي.
د تورکیې په توګه به موږ په خپله سیمه کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت، د ډیالوګ د لارو پیاوړي کولو او له جګړې وروسته د حالاتو د عادي کولو له بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړو."
نوموړي په دې باندې په ټینګار سره چې تورکیه او ایران به د اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانسپورټ په ګډون په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره له ایراني لوري سره همکارۍ ته دوام ورکړي، داسې وویل:
"زه له ښاغلي ولسمشر څخه د تود هرکلي او لیدنې له امله مننه کوم. د انقلاب د لارښود علي خامنه يي په ګډون ټولو هغو ایراني وروڼو ته چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، د لوی خدای له دربار څخه د رحمت غوښتنه کوم او د ایران دولت او دوست او ورور ملت ته یو ځل بیا د صبر او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم."




















