د امریکایي ورځپاڼې 'واشنګټن پوسټ' د راپور له مخې، چې د اوسنیو او پخوانیو لوړپوړو امریکایي چارواکو پر څرګندونو ولاړ دی، د ټرمپ اداره په داسې حال کې چې په ایران کې د جګړې د پای ته رسولو او نړیوالو کښتیو پر مخ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي، د اسرائیل لخوا د ایران د اصلي مذاکره کوونکو د نښه کولو په اړه اندېښمنه وه.
په راپور کې ادعا شوې چې د امریکا حکومت په ځانګړې توګه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر 'عباس عراقچي' او د پارلمان د رئیس 'محمد باقر قالیباف' پر وړاندې د اسرائیل د احتمالي ترور له پلانونو سره سخت مخالفت ښودلی. له همدې امله، د تېر پسرلي په میاشتو کې د منځګړو له لارې تهران ته د اسرائیل د نیتونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و.
یوه امریکایي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل: "که تاسو دا کسان ووژنئ، نو په حقیقت کې مو هغه 'مصلحت غوښتونکي' له منځه وړي چې خبرو اترو ته چمتو دي."
د راپور له مخې، له هغه وخته چې د ټرمپ ادارې د مارچ په میاشت کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو غور پیل کړ، امریکایي چارواکو خپلو اسرائیلي سیالانو ته پیغام واستاوه چې د ایران سیاسي مشران دې نه تروروي.
شنونکي په دې باور دي چې ایران ته د امریکا د دغه خبرداري اړتیا دا ښیي چې د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ ژور اختلافات شتون لري او د ټرمپ اداره پر اسراییل محدود نفوذ لري.
د ادعا له مخې، د مارچ میاشتې په نیمایي کې د اسرائیل لخوا د ایران د ملي امنیت د لوړپوړي چارواکي 'علي لاریجاني' وژل کېدو د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ د نظرونو دغه اختلاف نور هم زیات کړی دی.






















