د مصر په سینا ټاپووزمه کې نن سهار د یوه بس د ټکر له امله شپاړس کسان ووژل شول.
د سیاحتي ښارونو دهب او نویبا ترمنځ پر سړک یو مسافر وړونکی بس له کنټروله ووت او چپه شو؛ په دې پېښه کې ۲۸ کسان هم ټپیان شوي دي.
وړاندیز شوي
د روغتیا وزارت وویل چې د ټپیانو د ایستلو او لومړنیو مرستو د برابرولو لپاره سیمې ته ۲۰ امبولانسونه واستول شول.






















