د تورکیې د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي: "موږ د اروپايي پارلمان له خوا زموږ د اتلو وسله والو ځواکونو پر وړاندې بې بنسټه، غیر منطقي او ناوړه تورونه او د هغوی شوې پرېکړه په کلکه ردوو."
د تورکیې د ملي دفاع وزارت په قبرس کې د وروستیو پرېکړو په اړه د اروپايي پارلمان پر وړاندې سخت غبرګون وښود.
په اعلامیه کې راغلي: "په ۱۹۷۴ کال کې د سولې عملیات هغه مهال ترسره شول چې په ټاپو کې پر ترکي قبرسیانو سیستماتیک بریدونه، عام وژنې او اجباري کډوالۍ روانې وې؛ دغه عملیات د ترکي قبرسیانو د ژغورنې سبب شول. موږ د اروپايي پارلمان هغه بې بنسټه، غیر منطقي او ناوړه ادعاوې او پرېکړه چې زموږ اتل وسله وال ځواکونه یې په نښه کړي، په کلکه ردوو."
د وزارت په اعلامیه کې لاندې ټکي یاد شوي دي:
"دا پرېکړه، چې د کلونو په اوږدو کې د ترکي قبرسیانو پر وړاندې شوې عام وژنې، ډله ییز قبرونه او غیر انساني بریدونه له پامه غورځوي، په اروپايي پارلمان کې د عقل د نشتوالي او د (قبرس مېشتو) یونانیانو د تبلیغاتو پر بنسټ د یو اړخیز چلند ښکاره نښه ده.
له ۱۹۶۳ کال راهیسې، د 'اینوسیس' موخې لپاره د 'ایوکا' ترهګریزې ډلې له خوا ۱۰۳ ترکي کلي وسوځول شول، نږدې ۳۰ زره ترکي قبرسیان له خپلو مېنو بې ځایه شول او بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان ووژل شول. تورکیې د یوه ضامن هېواد په توګه او د نړیوالو تړونونو له مخې د خپلو قانوني حقونو په چوکاټ کې، د قبرس د سولې عملیاتو له لارې هغو بریدونو ته د پای ټکی کېښود چې د ترکي قبرسیانو ژوند او امنیت یې په نښه کړی و، هغوی یې له منځه تلو وژغورل او په ټاپو کې یې سوله او امنیت رامنځته کړل. په ټاپو کې د ترکي سرتېرو شتون له نیمې پېړۍ څخه ډېر وخت راهیسې د سولې، امنیت او ثبات ضمانت پاتې شوی دی.
د تورکیې جمهوریت به د یوه ضامن هېواد په توګه، د شمالي قبرس ترکي جمهوریت او د ترکي قبرسیانو د حقونو، ګټو او امنیت ساتنې ته لکه د پخوا په څېر په راتلونکي کې هم دوام ورکړي.
ترکي وسله وال ځواکونه نن د هر وخت په پرتله ډېر هوډمن دي چې د ترکي قبرسیانو د امنیت پر وړاندې هر ډول دښمنانه چلند ته لازم ځواب ورکړي."



















