د ایران یوه سیمهییز چارواکي ویلي چې متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ د هرمز تنګي په جنوب کې د ایران پر «قیشم» ټاپو څو بریدونه کړي دي.
د رسمي خبري اژانس «ایرنا» د راپور له مخې، د سویلي ولایت هرمزګان مرستیال والي احمد نفیسي وویل: «پر قیشم ټاپو د امریکا بریدونو استوګنیزو، سوداګریزو او زېربنايي سیمو ته هېڅ زیان نه دی اړولی.»
هغه زیاته کړه: «په قیشم ټاپو کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی، او ټولې مرستندویه، خدماتي او اجرایوي ادارې په بشپړه تیارسۍ کې دي.»
ایرنا ویلي: «د سې شنبې په ماښام په قیشم کې د پنځو او شپږو ترمنځ د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.»
تر دې وړاندې د همدې ورځې په اوږدو کې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي وو چې دوی د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) په یوه برید کې په بحرین کې هغه رادار سیسټم په نښه کړی چې د متحده ایالاتو اړوند وو.
د سپاه پاسداران اړوند خبري وېبپاڼې «سپاه نیوز» ویلي: «د سپاه پاسداران اړوند جنګي ډرون الوتکو نن سهار یو دقیق عملیات ترسره کړل او په بحرین کې د شیخ عیسی هوايي اډې دننه د امریکايي ځواکونو اړوند رادار سیسټم یې په نښه کړ.»
یادې سرچینې زیاته کړې چې دا برید «د امریکايي پوځي ډرون الوتکو له خوا د ایران پر هوايي حریم د پرلهپسې سرغړونو» په غبرګون کې شوی دی.
د فبرورۍ په وروستیو کې د منځني ختیځ د جګړې له پیل راهیسې، تهران هڅه کړې چې د دغې ستراتیژیکې اوبو لارې له لارې تګ راتګ محدود کړي، او ټینګار کوي چې بېړۍ باید یوازې د دغه هېواد له خوا پر تایید شویو لارو تګ راتګ وکړي.
ایران په منظم ډول هغه بېړۍ په نښه کړې چې له اجازې پرته له دې لارې تېرېږي.
متحده ایالاتو په غبرګون کې د ایران پر بندرونو سمندري کلابندي لګولې او له هغو تېل وړونکو بېړیو سره یې مرسته کړې چې له دغه تنګي څخه تېرېږي؛ هغه لاره چې په عادي ډول د نړۍ د تېلو شاوخوا پنځمه برخه پرې لېږدول کېږي.
په وروستیو اونیو کې تهران څو ځله اعلان کړی چې په دغه تنګي کې بېړیو اور اخیستی، او ډېری وخت یې ادعا کړې چې بېړۍ پر ماینونو برابرې شوې دي.
د سې شنبې په ورځ د ایران وسلهوالو ځواکونو وویل چې درې تېل وړونکې بېړۍ له هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال پر سمندري ماینونو برابرې شوې دي.
د امریکا پوځ په دې وروستیو کې ویلي وو چې د دغې اوبو لارې له اصلي مسیرونو څخه یې ټول ماینونه پاک کړي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام)، چې په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو څارنه کوي، تېره میاشت ویلي وو چې له اوړي راهیسې یې له خلیجي هېوادونو سره د هرمز تنګي له لارې د ۱.۵ میلیارده بېرله تېلو په صادرولو کې مرسته کړې ده.






















