د "شوابن نورډ" (Schwaben Nord) د پولیسو ادارې پر خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغې چاودنې له امله په شاوخوا سړکونو او د عامه ترانسپورت په تګ راتګ کې خنډونه رامنځته شوي دي.
د "آګسبورګر آلګماین" (Augsburger Allgemeine) ورځپاڼې د خبر له مخې، دا چاودنه د اورګاډي تمځای ته نږدې د "بانهوف" (Bahnhof) سړک کې د یوه بانک ترڅنګ شوې ده.
وړاندیز شوي
یادې ورځپاڼې زیاته کړې چې په دې پېښه کې ۲ کسان ټپیان شوي دي. د چاودنې لامل تر اوسه پورې ندی معلوم.






















