په داسې حال کې چې په انتالیا کې د اقلیم بدلون مذاکرات پر عملي اقداماتو د ژمنو پر بدلولو متمرکز دي، ټولټال ۷۵ هېوادونو او ۹۴ بنسټونو او سازمانونو د «کاپ ۳۱» (COP31) سرمشریزې د ریاست تر چتر لاندې د تورکیې له خوا اعلان شوي د نړیوال برېښنايي کولو له هدف څخه ملاتړ کړی دی.
دا نوښت، چې د «۳۵x۳۵» هدف په نوم پېژندل کېږي، موخه لري چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د نړۍ د انرژۍ په وروستي مصرف کې د برېښنا ونډه له اوسنۍ شاوخوا ۲۲ سلنې څخه ۳۵ سلنې ته پورته کړي.
د انادولو خبري اژانس له خوا د کاپ ۳۱ له ریاست څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، تر چهارشنبې ورځې پورې ۷۵ هېوادونو له دې هدف څخه خپل ملاتړ څرګند کړی و.
په ملاتړ کوونکو هېوادونو کې جرمني، برېتانیا، ناروې، سویلي کوریا، هسپانیه، جاپان، ډنمارک، کاناډا او قرغزستان شامل دي. اروپايي کمېسیون هم د اروپايي ټولنې ملاتړ تایید کړی دی.
اسټرالیا، چې په کاپ ۳۱ کې د مذاکراتو مشري پر غاړه لري، تر دې وړاندې ویلي وو چې د برېښنايي کولو د دې ژمنې له لومړنیو لاسلیک کوونکو څخه وه.
په جلا توګه، د سوداګریزې ټولنې او مدني ټولنې ۹۴ سازمانونو هم ویلي چې دوی د دې نوښت ملاتړ کوي.
دا هدف په هغه لومړنۍ مسوده کې هم شامل شوی چې د تورکیې په مدیترانه يي ښار انتالیا کې د سرمشریزې د مذاکراتو تر لومړۍ اونۍ وروسته خپره شوه.
د نړیوالو اقلیمي ژمنو ملاتړ
د ۳۵x۳۵ نوښت هڅه کوي چې پاکې انرژۍ ته د لېږد بهیر ګړندی کړي او د پاریس تړون په چوکاټ کې شوې ژمنې پیاوړې کړي.
تمه کېږي چې دا نوښت به په دوبۍ کې د «کاپ ۲۸» په سرمشریزه کې له هغو منل شویو ژمنو سره هم مرسته وکړي چې موخه یې تر ۲۰۳۰ کال پورې د نوي کېدونکې انرژۍ د نړیوال ظرفیت درې برابره کول او د انرژۍ د اغېزمنتیا د ښهوالي کچه دوه برابره کول دي.
برېښنايي کول د کاربن د خپرېدو د کمولو او له صنعتي دورې مخکې کچې څخه د نړۍ د تودوخې درجې د زیاتوالي تر ۱.۵ سانتي ګراد پورې د محدودولو د هڅو یوه اساسي برخه ګڼل کېږي.
د اقلیم ساینس وروستیو راپورونو خبرداری ورکړی چې د نړۍ د تودوخې درجې له ۱.۵ سانتي ګراد برید څخه د اوښتو خطر خورا لوړ دی، خو د ګازونو د خپرېدو چټک کمښت کولی شي د دغه زیاتوالي په بېرته راګرځولو کې مرسته وکړي.
د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو استازي په کاپ ۳۱ سرمشریزه کې په سختو مذاکراتو بوخت دي، ترڅو اقلیمي اقدامات ګړندي کړي او شته ژمنې عملي ډګر ته راوباسي.




















